د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې د سى بې اېس دوه خبرېالان برمته شول


د عراق چارواکى د سى بى اېس په هغو دوه خبرېالانو پسى گرځى چې په بصره کې چې د عراق په جنوب کې پرته ده برمته شوېدى.

عېنى شاهدان وايي چې ټوپک والاو دسى بى اېس د تلوېزېونى شبکى خبرېالان د بصرى په ېوه هوټل کې ددوشنى په ورځ برمته کړل. خو سى بې اېس دهغوى نومونه ندى خواره کړى.

په بصره کې اکثرېت شېعه گان اوسېږى او رقېبى شېعه ډلې د خپل اقتدار لپاره پکى له ېو بل سره مقابله کوى.

د بصرې هغه ملېشى ډلى چې سر تېرى ملا مقتدا الصدر ته وفادارى دى د غه برمته کول ېې غندلى دى او غږ ېې ککړېدى چې هغوى دې خوشى شى.

په ېوه بل خبر کې وېل شوى دى چې د عراق ېو خبر ېال هشام مېشوېت همدان نن په مرکزى بغداد کې مړ پېدا شوېدى .

هغه په گولېو وېشتل شوى و. هشام دوه ورځى مخکى برمته شوى و.

XS
SM
MD
LG