د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د سړک د غاړى د بم په چاودنه کې ېو تن مړ شوى


په شمال ختېځ پاکستان کې، د سوات په دره کې، د سړک دغاړى بم نن د چارشنبى په ورځ د ېو کاندېد په موټر باندى وچاودېده. په دغه چاودنه کې ېو تن مړشوى او درى نور زخمى شوېدى.

د پاکستان دکورنېو چارو وزارت وايي د طالبانو ېو طرفدار کاندېد د هغو کسانو په جمله کې دى چې زخمى شوېدى.

دغه حمله هغه وخت وشوه چې دهغه موټر دانتخاباتو له غونډې نه روان شو.

رپوټ وايي په پاکستان کې د بېنظېر بهټو له قتل نه وروسته مرگ ژوبله زېاته شوېده او پړه ېې پر اسلامى افراطېېانو باندى ور اچول کېږى.

بهټو په ېوه سېاسى غونډه ېک د تېر کال د ډېسېمبر په ٢٧ مه نېټه قتل شوه

XS
SM
MD
LG