د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان نظامى چارواکى د لنډ واټن ېو  توغندى ازموېلى دى


د پاکستان نظامى چارواکى وايي دوى په کامېابى سره د لنډ واټن ېو داسى توغندى ازموېلى دى چې د اټومى کوپړۍ دانتقالولو قابلېت لرى.

د پاکستان صدر اعظم محمد مېا سومرو، نن د چارشنبى په ورځ، له ېوه نامعلوم ځاى نه ددغه توغندي د ازموېېلو ننداره وکړه.

له ازموېنى نه وروسته ښاغلى سومرو ووېل چې پاکستان سوله غواړى خو سوله قوت غواړى او کمزورى تېري او تجاوز ته بلنه ورکوى.

رپوټ وايى چې د غزنوى په نامه دغه توغندى د ٣٠٠ کېلو مترو په اندازه فاصله وهلى شى. په تېره مېاشت کې پاکستان دوه نور توغندى چې د اوږده واټن د اټومى کوپړۍ د انتقال قابلېت ېې درلود و ازموېل.

پاکستان لس کاله پخوا دا ټومى قدرت لرونکى هېواد په توگه اعلان شوى و. پاکستان په هماغه وخت کې وروسته له هغه نه چې هند خپله اټومى ازموېنه وکړه د رقېب هېواد هند دازموېنى په ځواب کې خپله اټومى ازموېنه وکړه.

رپوټ وايي دغه دواړه رقېب او گاونډى هېوادونه د معمول په څېر د توغندېو ازموېنى کوى. دغو دواړوه ېوادونو په ١٩۴٧ مېلادى کال کې له برتانېې نه خپله ازادى واخېستله خو له هماغه وخت راهېسى ېې په خپل منځ کې درى ځلې جگړې کړېدى.

XS
SM
MD
LG