د لاس رسي وړ اتصالات

د لبنان د حزب الله ېو جگپوړه مشر د موټر بم په چاودنه کې وژل شوېدى


د لبنان افراطى ډله حزب الله وايى ددوى ېو لوړ پوړه مشر چې اسراېېل او امرېکا ورپسى گرځېدل، د سه شنبى په ورځ ناوخته د ېوه موټر بم په چاودنه کې په سورېه کې ووژل شو.

اسراېېل او امرېکا په دغه سړى پسى د ېولړ وژونکېو حملو په اړه چې په تېرو درى لسېزو کې شوې وې گرځېدل.

دغې شېعه ډلې نن د چارشنبى په ورځ د عماد مغنېه مرگ په خپله تلوېزېونى شبکه باندى اعلان کړ.

داسراېېلو حکومت اعلان کړېدى چې دوى په دغه بمى چاودنه کې لاس نلرى. اسراېېلو ښاغلى عماد په دې تورن کړى و چې په ارجنتاېن کې د ١٩٩٢ مېلادى کال د بمونو حمله د اسراېېلو په سفارت باندى همده پلان کړې وه.

په هغه حمله کې ٢٩ تنه وژل شوي ول. په دى پسى په بونېس اېرېس کې د ېهودانو په ېوه مرکز کې هم چاودنه شوې وه او په لسهاو کسان پکى وژ ل شوى وو.

رپوټ وايي چې عماد د امرېکا د خارجه وزارت د مشکوکو ترهگرانو په لېست کې هم شامل و. پر هغه باندى دا تور و چې په ١٩٨٣ مېلادى کال کې ېې د د امرېکا د سمندرى قوې د عسکرو په بارکونو باندى په لبنان کې د بم حمله کړې وه.

په هغه حمله کې ٢۴١ عسکر وژل شوى وو. په ١٩٨٥ مېلادى کال کې ېې د ېوه نړېوال هوايى شرکت الوتکه برمته کړه او د امرېکا د سمندرى قوې ېوماهر لامبوزن پکى مړ شو.

په واشنگټن کې د امرېکا دخارجه وزارت نطاق شان مکورمک ووېل چې نړى له مغنېه نه پرته ښه ده. دغه نطاق مغنېه ېو بېرحمه قاتل او ترهگر وباله چې د ډېرو خلکو د قتل مسوولېت ور په غاړه دى.

په عما د مغېنه پسى ۴٢ هېوادونه گرځېدل چې وې نېسى. پرهغه باندى دا تور لگول کېده چې په ډېرو ترورېستى عملېاتو کى لتاړ دى.

XS
SM
MD
LG