د لاس رسي وړ اتصالات

'په افغانستان کې ماتې خوړل، له امکان نه لېرې کار ندى!'


د برتانېې ېو معتبر دېپلومات، پاډى آشډاون، وايي که چېرې ناټو په افغانستان کې خپله ستراتېژى بدله نکړى، نو ماتى خوړل به واقعا امکان ولرى.

په هغه مقاله کې چې نن د چارشنبى په ورځ د برتانېې په فېنانشېل ټاېمز ورځپانه کې خپره شوېده، آشډون وايي چې د طالبانو پورې تړلې تشدد او مرگ ژوبله کى زېاتوالى راغلى دى. او د ناټو په هېوادونو کې ددغه مامورېت لپاره دعامو خلکو ملاتړ مخ په کمېدو دى.

آشډون وايي ددى لپاره چې په افغانستان کې پر مختگ وشى نو پکارده چې ناټو خپل امنېتى حالت ښه کړى او د معتدلو خلکو ملاتړ ترلاسه کړى او عام افغانان په دې قانع کړى چې ددوى حکومت د ېاغې طالبانو له حکومت نه ښه اوغوره خدمت کولى شى.

آشډوان همدارنگه وايي په دې خبره باېد ډېر ټېنگار او تمرکز وشى چې د افغانستان حکومت تقوېه سى او د قانون حاکمېت عملى شى، ځکه چې په دغه هېواد کې ادارى فساد او بې قانونى پر مخ روانه ده.

پاډى آشډاون دملگرو ملتونو له خوا نه په بازنېا کې استاځى و او تېره مېاشت د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزى په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د استاځى په حېث دهغه ټاکل رد کړل.

په ېوه جلا رپوټ کې وېل شوېدى چې د اېتالېې د دفاع وزارت وايى چې په افغانستان کې ددوى ېو عسکر د نن د چارشنبى په ورځ وژل شوى او ېو زخمى شوېدى. دغه پېښه د کابل نه بهر شوېده.

چارواکى واېې په عسکرو باندى د ېاغېانو له خوانه هغه وخت ډزې وشوې چې دوى په سېمه کې په ملکى او نظامى فعالېتونو باندى بوخت وو.

همدارنگه نن دافغانستان د ملى اردو درى تنه عسکر هغه وخت ووژل شول او درى تنه نور زخمى شول چې دهغوى کاروان باندى د موسى کلا په ولسوالى کې د سړک دغاړى بم وچاودېده.

موسى کلا دهېلمند دولاېت ېوه اولسوالى ده.

XS
SM
MD
LG