د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کی څو تنه یاغیان وژل شوي دي


د امریکا په مشري ائتلافي قواو د افغانستان په جنوب کی څو تنه مشکوک یاغي طالبان وژلي دي. د ائتلافي قواو مامورین وایی چی پرون یې د اروزگان په ولایت کی د نظامی عملیاتو په وخت یو شمیر یاغیان ووژل.

عسکرو د طالبانو د یوه مشر د پیدا کولو د پاره ځیني ځایونه پلټل. ددې عملیاتو په وخت درې تنه یاغیان نیول شوي هم دي.

له بلي خوا ائتلافي قواو ویلي دي چی د زابل په ولایت کی په نورو عملیاتو کی دوی شپږ کسان نیولي دي.

د امریکا په مشري ائتلافي او افغان قواوي د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمو کی د یاغیانو د پټیدو په ځایونو پسې گرځی چی پیدا یې کړی.

او افغان پولیس وایی چی د هلمند په ولایت کی نن دوه ملکي خلک هغه وخت ووژل سول چی ددوی موټر د سړک په غاړه په یو بم برابر سو.

XS
SM
MD
LG