د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د مطبوعاتو وضع


که څه هم د کرزي د واکمنۍ په دوره کې د بیان د ازادۍ لپاره پوره کارونه شوي، خو لاهم لېدل کیږي چې خبریالان وژل کیږي، زندان ته اچول کیږي او ګواښل کیږي.

په کابل کې د امریکا غږ خبریال، رحیم گل څاروان وایي، د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو را وروسته په تېرو شپږو کلونو کې په افغانستان کې، رسنیو د پام وړ پرمختګ کړی چې د ښاغلي کرزي د حکومت د لاسته راوړنو په سر کې ځای لري.

دا مهال په ټول افغانستان کې له لسو زیاتې خصوصي تلویزیوني شبکې په فعاله دي، په لسګونه راډیوګانې خپرونې کوي او همدا ډول د چاپي رسنیو لپاره هم کارونه ترسره شوي. دا مهال په افغانستان کې دورځپاڼو، اوونیزو او مجلو ترڅنګ ځېنې خبري اژانسونه هم په کار کار لگیا دي.

د افغانستان اساسي قانون هم د بیان د ازادۍ د خوندي ساتلو لپاره تضمین کړی، خو له دې ټولو سره سره درسنیو څارګرې ډلې وايي چې دوه زره و اووم کال درسنیو لپاره تر ټولو خونړی کال وو.

په تیر کال کې دوه ښځینه خبریالانې ذکیه ذکي او څانګه اماج ووژل شوې او بل افغان خبریال اجمل نقشبندي بیا طالبانو وواژه.

همدا راز درې نور خبریالان بیا په زندان کې شپې تیروي. له زنداني شویو خبریالانو یو یې هم د بلخ پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي محصل پرویز کامبخش دی. نوموړې په دی تور محکمې ته کش شوی چې په بلخ پوهنتون کې یې اسلام ته له سپکاوي ډکې پاڼې ویشلې.

که څه هم د مزار شریف ابتدایه محکمې په نوموړي د اعدام حکم کړی، خو لا هم په اړه یې پریکړه نده معلومه. د پرویز کامبخش ورور سید یعقوب ابراهیمي چې په خپله هم خپلواک ژورنالست دی، وایي چې د ورور په اړه یې د بلخ ولایت د ابتدایه محکمې پریکړه ناسمه او له عدالت لېرې ده.

هغه وايي کامبخش کوم داسې کار نه دی کړی چې اسلام ته دی پکې سپکاوی شوی وي. د کامبخش په اړه د بلخ د ابتدایه محکمې دپریکړې په سر دخبریالانو نړیوالې ټولنې هم اندیښمنې شوي.

دغو نړیوالو ټولنو اندیښنه ښوولې چې په افغانستان کې د بیان ازادي له ګواښونو سره مخ ده.

دبې پولې خبریالانو ټولنې یا ار ایس ایف، نیویارک میشتې سي في جی او ای ایف جې درې واړو ټولنو چې په نړۍ کې له خبریالانو نه ددفاع ټولنې ګڼل کیږي، جمهور رئیس حامد کرزي ته په افغانستان کې د بیان د ازادۍ په اړه د ګواښونو د را پیدا کېدو په اړه لیکونه استولي او له هغه څخه یې غوښتي چې د بیان د ازادۍ په برخه کې دې اغېزمن ګامونه اوچت کړي.

دا ډول په افغانستان کې هم د خبریالانو د دفاع ټولنو د بیان د ازادۍ په اړه اندیښنې ښوولې. د خپلواکو ژورنالستانو د ټولنې مشر رحیم الله سمندر وايي چې دوی د خبریالانو له نړېوالو ټولنو سره هم په دی اړه سلا مشورې کړي دي.

خو دافغانستان حکومت بیا په خپل وار سره په دغه هیواد کې دبیان د ازادۍ په اړه دملاتړ ژمنې کړي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال دین محمد مبارز راشدي وايي چې دبیان د ازادۍ په اړه یې چې هر څه له وسه پوره دي ترسره کړي دي.

څه موده وړاندې دافغانستان ولسي جرګې درسنیو قانون تصویب کړ چې له توشیح وړاندې جمهور رئیس کرزي پدې پلمه چې ټول معیارونه پکې په نظر کې نه دي نیول شوي، ولسي جرګې ته دبیا کتنې لپاره واستول شو.

XS
SM
MD
LG