د لاس رسي وړ اتصالات

'هغو اسلامي توندلارو چې بینظیر بوټو یې و وژله، غوښتل د لال جمات په پېښه کې د خپل وژل شوي ملگري غچ واخلي'


د پاکستان د پولیسو یوه جگپوړي چارواکي وایی هغو اسلامي توندلارو چې بینظیر بوټو یې و وژله، غوښتل د لال جمات په پېښه کې د خپل وژل شوي ملگري غچ واخلي.

حسین گل او د هغه تربور رفاقت تېره هفته، په ٢٧ د دسمبر په راولپنډۍ کې د یوې سیاسي جلسې په پای کې د بېنظیر بوټو د وژل کېدو په تور نیول شوی دی.

د پاکستان د پولیسو جگپوړي چارواکي چودري عبدالمجید چې د بوټو د وژنې په پلټه بوخت دی، په راولپنډۍ کې خبریالانو ته وویل چې حیسن گل په نومبر کې د بوټو د وژنې پلان شورو کړی وه.

د هغه یو دوست د جولای په میاشت کې د اسلام اباد په لال جمات کې د پوځ لخوا په عملیاتو کې وژل شوی و.

په دغه پېښه کې شا او خوا سل کسه وژل شوي و. ښاغلي مجید و ویل: ‏‎‏"‎د بلال دوست چې اسلامي توند روی و، له ده سره یو ځاې یې د اټک په سیمه کې د هزرو په کیلې کې دیني زده کړې تر سره کولې، په لال جومات کې له پوځ سره په جگړه کې و وژل شو. بلال غوښتل د هغه غچ واخلي. د لیاقت باغ په برید کې پنځه کسانو لاس درلود، سعید چې د بلال په نامه مشهور دی، په خپله په بوټو ډز وکړ او بیا یې ځان په بم والوځاو‏‎‏"‎

که چېري اول برید ناکامه شوی وای، نو دویم برید کونکی، اکرام الله به په بوټو برید کړای وای. مجید و ویل چې کله بوټو په اول برید کې و وژل شوه، نو اکرام الله له راولینډۍ څخه نامالوم لوري ته وتښتېدو.

مجید زیاته کړه چې د پیښې په شپه دواړو برید کونکو شپه د حیسن گل په کور کې تېره کړې وه. حیسن گل بلال ته خپلې چشمې ورکړې او دواړه یې د پیښې ځای ته ورسه ول. خو ښاغلي مجید دا و نه ویل چې د دغه برید سرچینه چېري ده.

امریکا او پاکستاني چارواکي شک لري چې په شمال لودېځ پاکستان کې د بیت الله مسعود او القایده په دغه پیښه کې لاس لري. د سه شنبې په ورځ پاکستاني پولیسو د بوټو د وژنې په شک دوه تورن کسان محکمې ته را وستل.

بل لور په هیواد کې د اخو ډب سره سره د راتلونکي دوشنبې په ورځ کېدونکو پارلماني انتخاباتو لپاره تاری پوره په زور روان دی. په کراچۍ ښار کې، د متحده قومي تحریک یا ایم کېو ایم غړي د انتخابانو لپاره په پوره وس سره تیاری نیسي.

زیاتره خلک باور لري دغه گوند به د کراچۍ ټولې څوکۍ وگټي. د گوند یو تن مشر فاروق ستار و ویل: ستار‏ ‎سیاسي گوندونه د خلکو را پاڅولو، یومټۍ کولو او تنظیمه ولو لپاره خپل وس کوي.

چې له انتخاباتوره د خلکو علاقه پیدا کړي او دوی ته د خپلې رایې قدر ور وښايي. دا یواځي یو مسلویت نه بلکه فرض کار هم دی‏. د چار شنبې په ورځ د مسلم لیگ گوند مشر نواز شریف هم د پنجاب په چکوال ښار کې د خپلو ملاتړو یوې لویې غونډې ته وینا وکړه.

ښاغلي شریف خپلو ملاتړو ته و ویل که ده ته رایې ورکړي نو د دې مانا به له واک څخه د مشرف لري کول وي.

XS
SM
MD
LG