د لاس رسي وړ اتصالات

زرداری: مونږ د نواز شریف بشپړ ملاتړ ته اړتیا لرو.


د پاکستان دوو مهمو گوندونو اعلان وکړ که د دوشنبې د ورځې په انتخاباتو کې د پارلمان اکثریت څوکی یوسي، هغوی به د ائتلافي حکومت جوړولو هڅه وکړې.

یو وخت د نواز شریف په مشری د پاکستان مسلم لیگ او د بېنظیر بهټو د پیپلز گوندونه د یو بل کلک سیاسي رقیبان وو، خو په دې وروستیو ورځو کې د دې دواړو ترمنځ په پاکستان کې د دموکراسي د پلی کولو د هدف په خاطر خبرې اترې پیل شوې وې.

د فقیدې بېنظیر بهټو میړه، آصف علي زرداري چې د اوس د پیپلز گوند مشرتوب کوي پرون په لاهور کې د نوازشریف سره د هغه په کور کې ولیدل.

تر لیدلو وروسته آصف علي زرداري خبریالانو ته وویل: ”نن سبا زه وینم چې پاکستان په خطر کې دی او زمونږ گوند هم ددې او د نورو خطرونو نه خبر دی. که ټول ملت زمونږ سره یو ځای نه وي، د پاکستان ساتل به گران کار وي. مونږ د ټول ملت وحدت غواړو او ددې لپاره مونږ د نواز شریف بشپړ ملاتړ ته اړتیا لرو."

بلخوا د دوشنبې په ورځ، یوې امریکایي موسسې د یوې سروې اعلان کړې چې د پاکستان په انتخاباتو کې به د اپوزیسیون گوندونه اکثریت یوسي.

د سروې له مخې د پخوانی صدراعظمې بېنظیر بهټو گوند به اکثریت رای یوسي. که څه هم اوس بېنظیر بهټو په کمپاین که نشته خو د گوند له لوري د هغې د عکسونو او شعارونو د استفادې له امله په سیاسي ډگر کې د هغی کمی نه احساسیږي.

سروې زیاته وي د بېنظیر بهټو په پلرني ایالت سنده کې به د پیپلز گوند اکثریت یوسي. خو د متقاعد جنرال طلعت مسعود په څیر کار پوهان په دې نظر دي چې یوازي په اکثریت وړل کفایت نه کوي.

هغه وایي: ” د سیاسي مقابلې اصلي ډگر پنجاب دی. که څه هم هغوی به په سند کې د واضح اکثریت وړلو فوقیت ولري. خو بیا هم که چېري په پنجاب کې بریالی نه شي په ملي سطح د پیپلز گوند بریالي کیدل حتمی نه دي. د پاکستان سیاست پوهان په دې پوهیږي چې د انتخاباتو پایلې د پنجاب په رای ورکوونکو پوري اړه لري."

د پاکستان ٥٨ فیصده نفوس په پنجاب کې اوسیږي او په پالمان کې اکثریت څوکی لري. په داسي حال کې چې د پاکستان پیپلز گوند د بېنظیر بهټو د وژل کیدو نه وروسته د څلویښو ورځو لپاره هیڅ ډول سیاسي غونډې ونکړې مشرف پلوه گوند خپل او د کراچی متحدینو یي ښه قوي کمپاین وکړ.

XS
SM
MD
LG