د لاس رسي وړ اتصالات

دامریکا دکانگرس غړي وائې په افغانستان کې بدلون ورو دی


ځینی سناتوران وائې، امریکا په افغانستان کې ډیر دروندباراوچتوی خونتیجه ئې دومره زیاته نده . یوه غټه ستونزه داده چې په افغانستان کې داپنیو دله منځه وړلوغم ندی خوړل شوی او گمان کیږی چې دنړۍ نوی فیصده په دغه هیواد کې تولیدیږی . جمهوریت غوښتونکی سناتور جان وارنر دبهرنیو چارو دوزارت ریچرد بوچر نه پدی باره کې معلومات وغوښتول .

ښاغلئ بوچر وائې: تاسی پوهیږی چې موږته پدی برخه کې اوږده لاره په مخکې پرته ده مگر داسی معلومیږی چې لږترلږه په روان کال کې یوڅه تولید ئې کم شویدی . مگر دنورو حکومتونو سره په گډه ډیپلوماتیک کوښښونونه روان دی چې هغه پیسی پیدا کړی چې قاچاقبران ورنه کاراخلی او ځینی وخت ئې طالبانوته هم ورکوی . دویرجینیا دایالت جمهوریت غوښتونکی سناتور جان وارنروائې: ښه ده، کله به موږ دغه نتیجه ووینو، زه نه غواړم چې ستاپه باره کې رپوټ ورکړم . تاسی ددولت یو ښه ماموریاستی ، خپله پوره وسه وکړه . مگر موږ هیڅ نتیجه نده لیدلی .

XS
SM
MD
LG