د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی په یخني کی یوزر تنه مړه شوي دي


په افغانستان کی په سخت ژمي کی تقریبا یوزر کسه مړه شوي دي چی زیاتره یې دملک په لویدیز کی وو د افغانستان د ملي آفاتو د تنظیم د کمیسیون یو نطاق احمد شکیب همراز وایی چی سخت یخني ، واوري او برف کوچونو لږ تر لږه ٩٢٦ خلک وژلي دي ، څه د پاسه ٣١٦ زره څاروي هم مړه شوي او ٨٠٠ کورونه تبا شوي دي . چارواکي فکر کوی چی د مړو شمیر به زیات سی .

تر ټولو زیات تاوانونه د هرات په ولایت کی خلکو ته رسیدلي دي . د اکثره خلکو لاسونه پښې چی یخ وهلي او بې حسه شوی وې غوڅي سوی دی . ددغي بدي هوا په وجه په هغه ملک کی د ضرورت وړ خوراکي موادو په رسولو کی هم مشکلات را پیدا شوي دي . افغانستان د پخوا نه لا د خوراکي موادو په کمښت اخته دی .

XS
SM
MD
LG