د لاس رسي وړ اتصالات

٦٧ فیصده اسرائیلیان دغزی په تړانگه کې دپراخوځمکنیوعملیاتو ملاتړ کوی


دعامه افکارو نوی سروی ښئی چې ٦٧ فیصده اسرائیلیان دغزی په تړانگه کې دپراخوځمکنیوعملیاتو ملاتړ کوی چې دفلسطینیانو دورځنیوتوغندیو حملی بندی کړی . یوازی ٢٥ فیصده ئې مخالف دی . دغه سروی دماریو په نامه دعبرانی ژبی په ورځپاڼه کې خپره شویده چې وائې، دتوغندیو دحملو په باب داسرائیلیانو قهر ورځ په ورځ زیاتیږی او دهغو ښارگوټو او دهغو ځمکو په دهقانانو کې ویره پیدا کوی چې دغزی دتړانگې سرحدته نژدی پراته دی . له تیری هفتې نه راپدی خوا په حکومت باندی فشارزیات شویدی چې یو اته کلن هلک خپل ورون هغه وخت له لاسه ورکړچې دسدروت په ښلرگوټې کې دتوغندی گولی ولگیدله . داسرائیلو دچارو څارونکی دان ډیکر وائې، داسی ښکاری چې دغزی په تړانگه باندی حمله حتمی ده :

له نظامی نظره دغزی په تړانگه باندی کنټرول لرل ځکه مهم دی چې دتوغندیو دداډول حملو مخه ونیول شی . واقعآ بله چاره نشته دی . داسرائیلو ددفاع وزیر یهود بارک وائې، ده پوځ ته امرکړیدی چې دحماس دافراطی ډلې په خلاف چې دغزی تړانگه ئې په لاس کې ده، دحملی لپاره تیاری ونیسی . حکومت ددغې حملی په باب زړه نازړه دی ځکه چې ددغې حملی په نتیجه کې به اسرائلی عسکرو او فلسطینی ملکیانو ته ډیر تلفات واوړی . ښاغلئ ډیکروائې، دغه حمله به دسولی خبرو ته تاوان ورسوی . دی وائې، اروپایان او امریکایان داسرائیلو دپراخی ځمکنی حملی طرفدار ندی ځکه چې دفلسطینیانو سره به دوه اړخیزه دسولی خبری ناکامه کړی . فلسطینی مامورانو دغه رپوټ تائیدکړیدی .

XS
SM
MD
LG