د لاس رسي وړ اتصالات

بوش وائې دافریقا دوچی کامیابی به دنورو ملکونوسره مرسته کوي


بوش وائې دافریقا دوچی کامیابی به دنورو ملکونوسره مرسته وکړی چې پدی پوه شی چې شی ممکن دی . ښاغلې بوش نن دشنبی په ورځ دغه تبصره دبینن په کوتونوکې وکړه . پنځو افریقائې ملکونو ته دادهغه دسفرلومړی تم ځای دی . ښاغلی بوش او میرمن بوش نن بینن ته رسیدلی دی او مخکې لدی نه چې تنزانیاته روان شی دجمهوررئیس تامس بونی یائی سره ئې لنډی غوندی خبری وکړی. جمهوررئیس بوش دامنی چې دکینیا په شمول جنجال دافریقاپه نورو ملکونو اغیزه کړیده چې دډیسمبر دمیاشتی دجمهوری ریاست دانتخاباتونه راپدی خوائې هیواد په سرراخیستی دی . ښاغلئ بوش وائې، ددوشنبی په ورځ دبهرنیو چارووزیره کانډو لیزا رائس نیروبی ته ځی او دواړوخواو ته به دواشنگټن هیله څرگنده کړی چې غواړی قدرت سره شریک کړی څو کینیاخپلی ستونزی حل کړای شی . ښاغلې بوش دخپلی هغې پریکړی نه دفاع وکړه چې دسوډان جنجالی سیمی دارفورته ئې امریکا ئې عسکرونه لیږل اووائې، هغه دخپلو نظامی مشاورانو مشوروته غوږنیسی . مگر هغه پدی ټکی ټینگار وکړچې دهغه حکومت ددغې موضوع په باره کې فعال رول لوبوی .

XS
SM
MD
LG