د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانگرس ډیر غړی وائې، په افغانستان کې بدلون ورو روان دی


د امریکا د کانگرس ډیر غړی وائې، په افغانستان کې بدلون ورو روان دی.

د افغانستان د اپینو د تجارت او د طالبانو د بغاوت د مخنیوي دپاره دامریکا کانگرس نه د مرستوغوښتنې کیږی او ځینی خولا وائې، نړیوال سولې ساتنی لپاره دناټو مرسته کافی نده.

د امریکا د کانگرس ځنی غړی وائې، امریکا په افغانستان کې ډیر دروند بار اوچتوی، خو نتیجه ئې دومره گټوره نده. یوه لویه ستونزه د اپنیو له مینځه وړل دی چی گمان کیږی، افغانستان دنړۍ نوی فیصده تریاک تولیدی.

جمهوری غوښتونکي، سناتور جان وارنر، د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال، ریچرد بوچر نه پدی هکله معلومات وغوښتول: تاسی پوهیږی چې موږ پدی برخه کې اوږده لاره په مخکې لرو. خو داسی ښکاری چې لږترلږه په روان کال کې به یی یوڅه تولید کم شی. خو د نورو حکومتونو سره په گډه ډیپلوماتیکی هڅی روانی دی چې هغه پیسی پیدا کړو چې قاچاقبران ورنه کار اخلی، او ځینی وخت ئې طالبانوته هم ورکوی.

سناتور جان وارنر: "زه نه غواړم چې ستاسو په هکله رپوټ ورکړم. ته د حکومت یو ښه چارواکی یی، خپله پوره وسه دې وکړ. خو مونږ هیڅ پایله نده لیدلی."

د سنا د مجلس په دغه غونډه کی مهمه مسله په افغانستان کې د سولې ساتنی په ماموریت کې د ناټو ونډې اخیستل و.

د دفاع وزیر، رابرټ گیټز د ناټو له غړو ملکونونه وغوښتل چې افغانستان ته دی نور عسکر او تجهیزات ولیږی.

ډیموکرات سناتور، کارل لیون: "په څرگنده توگه دی وویل شی چې د ناټو نور ملکونه ناکامه شویدی او موږ باید په دوی باندی زیات فشار واچو، ترڅو هغه څه چې ورته پکار دی ویی کړی."

ښائې جرمنی یو څه اضافی مرسته ولیږی. د رویټر د خبری رسنی رپوټونو له مخی د جرمنی حاکم ائتلاف لوړ پوری سیاستمداران به د هغه هیواد په پریکړې باندی خبری وکړی چې وائې، د ناټو په قواو کې دی د جرمنی ونډه‎٣٥٠٠ ‏‎ عسکروی

XS
SM
MD
LG