د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس بوش او کیکویت، د مرستو په باب یوه موافقه لاس لیک کړه


جمهور رئیس بوش د تنزانیا دجمهور رئیس سره په دار السلام کې لیدنه کتنه وکړه او تقریبآ د‏(‎٧٠٠ ‏)‎ میلونو ډالرو یوه موافقه ئې لاس لیک کړه چې د ختیځی افریقا په دغه هیواد کې اقتصادی وده تقویه کړی.

د امریکا د حکومت دا ترټولو زیاته مرسته ده چې هغو ملکونوته ئې ورکوی چې ښه حکومت ولری، د قانون حکومت پکی نافذوی او د آزاد بازار اقتصاد ولری.

نن د یکشنبی په ورځ ښاغلې بوش د تنزانیا د جمهور رئیس جاکیا کیکویت سره په گډ مطبوعاتی کنفرانس کې د امریکا له کانگرس نه وغوښتل خپل د ایډز پروگرام بیرته پیل کړی.

جمهور رئیس بوش غواړی دغه پروگرام دوه برابره کړی یعنی دا چې په راتلونکو پنځو کالو کې ئې له پنځلسو میلیاردونه دیر شو میلیاردوته ورجگ کړی. ددغو پنځلسو میلیاردو ډالرو مرسته لا پخوا لگول شویده.

جمهور رئیس کیکویت د مطبوعاتی کنفرانس په وخت کې جمهور رئیس بوش وستایه چې په تنزانیا کې د ایډز او ملریا دناروغې په خلاف مبارزی سره مرسته کوی.

XS
SM
MD
LG