د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د دوشنبی دورځی د پارلمانی انتخاباتو لپاره تیاری نیسی


پاکستانی رایه ورکونکی ددوشنبی دورځی دپارلمانی انتخاباتو لپاره چې ډیر انتظار ورته ایستل شویدی، په داسی وخت کې تیاری نیسی چې ډیری بمی چاودنی پکې شویدی او امنیتی قواوی پکې تیار سۍ شویدی.

پرون دشنبی په ورځ دافغانستان سرحد سره نژدی دمخالف سیاسی گوند په غونډه کې یوسرتیری بم چاودنه وکړه چې لږترلږه ۴٧ تنه پکې ووژل شول او گڼ شمیر نورزخمیان دی.

پولیسان وائې، نن د یکشنبی په ورځ یو تن په داسی وخت کې ووژل شو او پنځه تنه نور زخمیان شول چې وسله والو کسانو په ختیځ ښار لاهورکې دیومخالف گوند په دفترباندی ډزی وکړی.

د دوشنبی د ورځی دپارلمانی انتخاباتو له کبله تقریبآ څلورسوه زره پولیسان او اتیا زره پوځیان ځای په ځای شویدی.

ددغو عسکرو او پولیسانو دځای په ځای کولو علت هغه سیاسی تاوتریخوالی دی چې په تیرو میاشتو کې پیښ شو او په سلگونو کسان پکې ووژل شول.

نن دیکشنبی په ورځ ټول سیاسی فعالیتونه منع دی ترڅو چې انتخاباتی حوزی پرانستل کیږی. په دغه رائې گیری کې د پاکستان دولسی او ایالتی اسمبلو سرنوشت ټاکل کیږی او کیدای شی چې د جمهور رئیس پرویز مشرف راتلونکی هم معلومه کړی.

که ددوشنبی دورځی په پارلمانی انتخاباتو کې مخالف گوندوه پوره اکثریت لاس ته راوړی نو کیدای شی چې دوی دوسله والو قواو پخوانی لوی درستیزنه چې په تیر یوکال کې ئې محبوبیت پوره کم شویدی،پوښتنی وکړی .

XS
SM
MD
LG