د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: نن انتخابات د 'ویرې' په فضا کې، تر سره کیږي


نن دوشنبه په ټول پاکستان کې ددې هیواد خلک د جنوبي اسیا ددې ملک چې په ٦٠ کلن تاریخ لري تر ټولو نه په ډیرو مهمو انتخاباتو کې، رایه ورکوي.

دا انتخابات د ویرې په فضا کې او دا چې په نتایجو کې یې ټگي برگي وشي، تر سره کیږي.

مامورینو په پاکستان کې وویل چې په دې ملک کې اتیا ملیونه رای ورکونکي، د ولسې جرگې او ایالتي جرگو لپاره رایه ورکوي.

اوسني انتخابات ځکه ډیر مهم دي چې د مشرف د اقتدار لاندې اتو کلونو پوځي حکومت نه وروسته د موکراسۍ اعادې ته لاره پرانیزي. انتخابات د تاوتریخوالي تر سیوري لاندې او د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بوتو د قتل نه وروسته کیږي.

د اتیا زرو عسکرو پخوا څلور لکه پولیس او نیمه پوځي ډلې د رایه اخیستنې په مراکزو کې د امنیت د ټینگولو لپاره ځای په ځای شوي دي. د پاکستان د قاید اعظم مسلم لیگ گوند، د جمهو ر رئیس مشرف، د بې نظیر د خلکو او د پخواني صدر اعظم نواز شریف د مسلم لیگ گوندونو سره په سخته مقابله کی دی.

د ملک په شاو خوا کې د څو کسانو د وژلو د پېښې رپوټ ورکړ شوی دی. د یکشنبې په ورځ یو نا پیژندل شوی کس د نواز شریف د گوند په یو کاندید باندې چې د ایالتي جرگې لپاره دریدلی ؤ ډزې وکړې او مړ یې کړ.

د امریکا د کانگرس یو شمیر غړي پاکستان ته تللي دي، تر څو د انتخاباتو څارنه وکړي. په دوی کې شیلا جیکسن لي چې د پاکستان په اړه کار کوي هم تللې ده.

لي وايي: "مونږ نن دلته یو تر څو د پاکستان خلکو ته دا سې ووایو چې جرئت وکړئ او رایه واچوئ، خو دا هم مهمه ده چې یوه خوندي فضا هم د رایه اچونې لپاره برابره شي.

په اوسنیو انتخاباتو کې د پرویز مشرف د څوکۍ لپاره مقابلې نه کیږي، خو که چیرې مخالفین په پارلمان کې دوه پر دریمه برخې خپلې کړي، نو دوی کولی شي دی محاکمې ته را ښکیل کړي."

د پاکستان مخالفو مشرانو د پرویز مشرف د گوند پلویان په انتخاباتو کې په ټگي برگي تورنوي.

احمد بلال محبوب چې په پاکستان کې د قانون په برخه کې د یوه خپلواک انستیوت مشر دی، وايي چې دی ددې تورونو سره موافق دی.

محبوب وايي: "دا چې مشرف به د انتخاباتو په ورځ درغلي کوي که نه، دا به معلومه شي. خو د وضعې نه داسې ښکاري چې دی ځان دغه درغلیو ته جوړوي. جمهور رئیس پرویز مشرف په کراتو ویلي دي چې انتخابات به ازاد او منصفانه وي."

په داسې حال کې چې په پاکستان کې القاعده او طالبان ډیر فعاله دي، دغه انتخابات په واقعیت سره د مشرف د اقتدار په وړاندې یو ریفرنډم بلل کیږي.

متقاعد جنرال جمشید ایاز خان چې دسیمه ایزو مطالعاتو د انستتیوت مشر دی، په دې نظر دی چې په پاکستان کې د وضعې د ثبات لپاره څو میاشتې په کار دي.

ایاز خان وايي: "اتحاد دا معنی نه لري چې مخالفین نشته دي. مگر د واک سپارل به سوله ایزه وي. د وضعې د ښه کیدلو لپاره څو میاشتې وخت نیسي تر څو هر څه سم شي او پارلمان په ارامۍ کار وکړي."

څیړونکي وايي رایه ورکولو ته د خلکو راوتل امنیت پورې اړه لري. په تیرو انتخاباتو کې دغه اندازه څلویښت په سلو کې وه.

لمړني نتایج به د دوشنبې په ماښام را څرگند شي خو د رسمي نتایجو اعلان به په څو ورځو کې وشي.

XS
SM
MD
LG