د لاس رسي وړ اتصالات

پخوانى جمهور رئېس، بش د سناتور جان مکېن ملاتړ کړېدى


د امرېکا پخوانى جمهور رئېس جورج اېچ ډبېلو بش د امرېکا د جمهورى رېاست لپاره د سناتور جان مکېن ملاتړ کړېدى.

د اوسنى جمهور رئېس پلار ښاغلى بش ووېل له سناتور جان مکېن نه پرته بل څو ک د امرېکا د جمهورى رېاست لپاره دومره قابلېت او وړتېا نلرى څومره ېې چې دى لرى.

سناتور جان مکېن ووېل دهغه ملاتړ زما لپاره د افتخار ځاى دى او د اکار به د جمهورى گوند په متحد کولو کې چې پرمخ ولاړشى مرسته وکړى.

هغوى دواړ د تکزاس اېالت په هېوستن کې نن ددوشنبى په ورځ داخبرى وکړې. سناتور جان مکېن د جمهورى گوند په کاندېدانو کې تر ټولو مخکې روان دى.

دى هېله من دى چې په جمهورى گوند کې محافظه کار نقادان هم د ځان پلو کړى. هغوى داسى احساس کوى چې دى په داسى مساېلو باندى لکه مهاجرت، د مالېې پالېسى او د انتخابى مبارزى د رېفورم په باب نظرېاتى هماهنگى نلرى.

XS
SM
MD
LG