د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د پارلېمانى انتخاباتو حوزې بندى شوېدى


په دغو انتخاباتو کې خلکو ددى لپاره راېې وا چولى چې ېو نوى پارلېمان انتخاب کړى او له نظامى حکومت نه د دېموکراسى په لورى د بدلون پړاو بشپړ کړى.

رپوټ وايي چې ددغو انتخاباتو لپاره د ٨١ ملېونو کسانو نومونه ثبت شوى وو چې نن د دوشنبى په ورځ دراېو ورکولو مستحق دى او نوى ملى پارلېمان او صوبايي اسمبلېو لپاره غړى وټاکى، خو د مرگ ژوبلى وېرې او گواښونه ددى سبب سوې چې ېو شمېر خلک راېو اچولو کى برخه وا نخلى.

د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف نن په راولپنډى کې خپله راېه ورکړه. هغه لوړه وکړه چې هر چا چې انتخابات وگټل او نوى حکومت ېې جوړ که له هغه سره به همکارى وکړى.

په دغو انتخاباتو کې د پاکستان مسلم لېگ قاېد اعظم گوند چې د جمهور رئېس پروېز مشرف ملاتړ کوى، د پخوانى وژل شوې صدر اعظمى بېنظېر بهټو د پېپلز له گوند سره په انتخاباتو کې مخامخ دى.

د پاکستان ېو بل پخوانى صدر اعظم، نواز شرېف هم د چې مسلم لېگ د گوند د ېوې بلى څانگى مشرى دى، په انتخاباتو کې گډون کړى دى.

په دې نېژدى ورځو کې د عامو خلکو د نظرېاتو سروى دا څرگندوى چې د حکومت ملاتړ ډېر کم دى او د پېپلز گوند به ډېرې راېې وگټى.

د دغه گوند غړى وايي چې که د انتخاباتو نتاېج د سروې له نتاېجو سره برابر نه وى نو دا به د دى نښه وى چې په انتخاباتو کې ټگى برگى شوېده.

مخالف سېاسى گوندونه گواښ کى چې که چېرې په انتخاباتو کې ټگى وسوه نو په ټول هېواد کې به په مظاهرو باندى لاس پورې کړى.

د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزېر نثار مېمن دغه تورونه رد کړېدى او وېل چې دراېو شمېرنه به ازادانه او منصفانه وى.

رپوټ وايي چې نېژدى څلور سوه زره پولېس او اتېازره عسکر دانتخابى حوزود امنېت د ساتلو لپاره گومار ل شوېدى. نن دکومى بدى پېښى رپوټ ندى راغلى.

د ېکشنبى په ورځ د نواز شرېف دگوند ېو کاندېد ووېشتل شول او مړ شو. د امرېکا دکانگرېس ېو شمېر غړې چې په هغو کې شېلا جکسن لې هم شامله ده په پاکستان کې دى .

هغې غږ کړېدى چى انتخابات دى منصفانه او ازاد واوسى.

XS
SM
MD
LG