د لاس رسي وړ اتصالات

راېس: کېنېا به له امرېکا نه د سېاسى روغى جوړې په بدل کې ډېر څه ترلاسه کړى


د امرېکا د بهرنېو چار وزېره کانډو لېزا راېس نن د دوشنبى په ورځ په کېنېا کې ده. هغې ووېل د د قدرت د شرېکولو لپاره ېو ستر اېتلاف ددغه هېواد د سېاسى کړکېچ دا وارولو ېوازېنى لاره ده.

آغلې راېس ددې لپاره کېنېا ته تللى ده چې د امرېکا له خوا نه د هغې سېاسى روغې جوړې ملاتړ وکړى چې دملگرو ملتونو پخوانى منشى کوفى عنان ېې مشري کوي.

ددغه سېاسى کړکېچ له امله په تېرو څو اونېو کې سېاسى مرگ ژوبلى روانى وې.

اغلى راېس په ېوه خبرى کنفرانس کې ووېل کېنېا به له امرېکا نه د سېاسى روغى جوړې په بدل کې ډېر څه ترلاسه کړى.

د هغې په سفر کې د کېنېا له جمهور رئېس مووي کېباکى او مخالف سېاسى مشر رالېه اوډېنگا سره لېدنى کتنى شاملى دى.

د کېنېا مخالف سېاسى گوند په کېباکى باندى دا تور لگوى چې په انتخاباتو کې ېې لاسو هنه کړېده. سپېنى ماڼۍ د ېکشنبى په ورځ ووېل دوى دا توقع نه کوى چې د خارجه وزېرې راېس سفر به ددى سبب شى چې د کېنېا سېاسى کړکېچ بېخى اوار شى.

XS
SM
MD
LG