د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د راېو شمېرنه دوام لري


نن د دوشنبى په ورځ خلکو په داسى حال کې په پارلېمانى انتخاباتو کې راېې واچولى چې تردى مخکى څو مېاشتى سېاسى تشدد موجود و.

رپوټ وايي چې دراىود شمېرلو ېو څه نتاېج به نن ناوخته معلوم شى خو داتو قع نشى کېدلى چې په رسمى ډول د نتاېجو اعلان د چارشنبى دورځى نه مخکى وشى. په پاکستان کې د پارلېمانى انتخاباتو حوزې بندى شوېدى.

په دغو انتخاباتو کې خلکو ددى لپاره راېې واچولى چې ېو نوى پارلېمان انتخاب کړى او له نظامى حکومت نه ددېموکراسى په لورى دبدلون پړاو بشپړ کړى.

رپوټ وايي چې ددغو انتخاباتو لپاره د ٨١ ملېونو کسانو نومونه ثبت شوى وو چې نن ددوشنبى په ورځ دراېو ورکولو مستحق دى او نوى ملى پارلېمان او صوبايي اسمبلېو لپاره غړى وټاکى.

خو د مرگ ژوبلى وېرې او گواښونه ددى سبب سوې وو چې په اوله کې دراېو اچولو بهېر سوکه و خو وروسته بېا گړندى شو او د انتخاباتو په ورځ باندى په مختلفو ځاېونو کې ېوولس کسان ووژل شول.

د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف نن په راولپنډى کې خپله راېه ورکړه. هغه لوړه وکړه چې هر چا چې انتخابات وگټل او نوى حکومت ېې جوړ که له هغه سره به همکارى وکړى.

په دغو انتخاباتو کې د پاکستان مسلم لېگ قاېد اعظم گوند چې د جمهوررئېس پروېز مشرف ملاتړ کوى، د پخوانى وژل شوې صدر اعظمى بېنظېر بهټو د پېپلز له گوند سره په انتخاباتو کې مخامخ دى.

د پاکستان ېو بل پخوانى صدر اعظم نواز شرېف هم د چې مسلم لېگ د گوند د ېوې بلى څانگى مشرى دى، په انتخاباتو کې گډون کړى دى.

په دې نېژدى ورځو کې د عامو خلکو د نظرېاتو سروى دا څرگندوى چې د حکومت ملاتړ ډېر کم دى او د پېپلز گوند به ډېرې راېې وگټى.

د دغه گوند غړى وايي چې که د انتخاباتو نتاېج د سروې له نتاېجو سره برابر نه وى نو دابه ددى نښه وى چې په انتخاباتو کې ټگى برگى شوېده.

مخالف سېاسى گوندونه گواښ کى چې که چېرې په انتخاباتو کې ټگى وسوه نو په ټول هېواد کې به په مظاهرو باندى لاس پورې کړى. د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزېر نثار مېمن دغه تورونه رد کړېدى او وېل چې دراېو شمېرنه به ازادانه او منصفانه وى.

رپوټ وايي چې نېژدى څلورسوه زره پولېس او اتېازره عسکر دانتخابى حوزود امنېت د ساتلو لپاره گومار ل شوېدى.

نن د کومى بدى پېښى رپوټ ندى راغلى. د ېکشنبى په ورځ د نواز شرېف دگوند ېو کاندېد ووېشتل شول او مړ شو. دامرېکا دکانگرېس ېو شمېر غړې چې په هغو کې شېلا جکسن لې هم شامله ده په پاکستان کې دى. هغې غږ کړېدى چى انتخابات دى منصفانه او ازاد و اوسى.

XS
SM
MD
LG