د لاس رسي وړ اتصالات

انتخابات: د سروې گانو په اساس د پاکستان ډیر خلک د بېنظیر بوټو د فقیدې مشرې یا د نواز شریف مسلم لیگ نون گوندونو ته رایې ورکړي


د پرویز مشرف د جمهوری ریاست څوکی په دې انتخاباتو کې تر سوال لاندې نه ده، خو که چیرې پارلمان د مخالفو گوندونو لخوا کنټرول شي، نو دوی کولی شي دی محاکمې ته را وکاږي.

د انتخاباتي مبارزو په جریان کې پرویز مشرف ژمنه وکړه چې انتخابات به ازاد او منصفانه وي، او دغه تورونه یې رد کړل چې دی غواړي په انتخاباتو کې د درغلۍ په وسیله په قدرت پاتې شي.

مشرف وویل: "د ټولو اوازو او د برداشتونو سره سره دا انتخابات به ازاد، منصفانه، شفاف او سوله ایزې وي."

پرویز مشرف خبردارۍ ورکوي چې دی به تشدد ته اجازه ورنه کړي او د انتخاباتو نه وروسته اعتراضونه ونه زغمي. په دې وروستیو ورځو کې د خلکو د نظر غوښتنو نه داسې ښکاري چې د پرویز مشرف د گوند سره د خلکو ملاتړ ډیر لږ دی.

د سروې گانو په اساس د پاکستان ډیر خلک د بېنظیر بوټو د فقیدې مشرې یا د نواز شریف د پاکستان پخوانی صدر اعظم مسلم لیگ نون گوندونو ته رایې ورکړي. د پاکستان د حالاتو څارونکی شجاع نواز وايي داسې ښکاري چې دا دواړه گوندونه به د انتخاباتو نه وروسته همکاري وکړي.

نواز وویل: "ممکن د گوندونو یو ډول ائتلاف رامنځ ته شي، خو دا چې د دې ائتلاف گډون کونکي څوک دي دا نه شي معلومیدلی. دغه ائتلاف د ورځې غوښتنه ده او د پاکستان د خلکو د گوند او د مسلیم لیگ نون د گوندونو تر منځ به وشي."

دا انتخابات د پرویز مشرف د پرو سږ کال د وروستیو وختونو د پوځ د مشرۍ نه د لاس پر سر کیدلو او ملکي ژوند ته د راتلو نه وروسته کیږي. ده جنرال اشفاق کیاني د پوځ مشر وټاکه.

خو د ماهرینو په خبره د نوي حکومت سره دده اړیکې یو د هغو عواملو نه وي چې پاکستان کې ثبات راوستلی شي.

په دې نژدې وختونو کې ده د پوځ د صاحب منصبانو نه غوښتنه وکړه چې په سیاسي لحاظ بې طرفه وي. دا هغه کار دی چې پاکستان ورته اړتیا لري. دا خبره د پنسلوانیا په پوهنتون کې یوې استادې، عایشه صدیقې چې د موقتې مودې تدریس لپاره راغلې ده، وکړه.

عایشه وايي: "هر هغه بدلون چې رامنځ ته کیږي باید بنیادي وي. دا خبره ډیره مهمه ده. خو دا خبره د پوځ په منځ کې څنگه تلقین شي. دوی باید په سیاست، اقتصاد او ټولنیزو مسئلو کې برخه وانخلي او خپله توجه خپلو مسلکي کارونو ته وقف کړي."

لیکوال شجاع نواز وايي په داسې حال کې چې جنرال کیاني غواړي پوځ د سیاست نه لرې شي، نو دا دا معنی لري هغه حکومت چې د انتخاباتو نه وروسته را برسیره کیږي، دی په کې څه غرض نه لري.

نواز وايي نو په دې سبب دی فکر نه کوي چې پوځ به د مسلم لیگ قاف سره کومه خاصه مرسته وکړي.

نواز وايي: "څرنگه چې جنرال کیاني پوځ د سیاست نه منع کوي نو مونږ په دې فکر کې یو چې دده خبرې ومنو."

خو عایشه صدیقه بیا وايي چې پوځ به تیر ډیر وخته پورې بې طرفه پاتې نه شي.

عایشه صدیقه وايي: دا دا معنی نه لري چې دی به ځان بلکل د سیاست نه بیل کړی. دا به یواځې د پوځ د ساتلو او د اعتبار د لوړولو لپاره شوی وي. حتې که د پوځ اعتبار هم ښه نه شي دی په سیاست کې د گډون نه څه نشي ترلاسه کولی. نو ځکه دی په لنډه او منځ محاله موده کې باید خپلې لوبې سر ته ورسوي."

صدیقه وايي چې د پرویز مشرف تقاعد پوځ ته داسې یو الهام ورکوي چې د پاکستان په ټولنه کې په خپل موقف له سره غور وکړي.

صدیقه وايي: "په تیرو اوو اتو کلونو کې پوځ په پاکستان کې ځان د منځني مخکښې طبقې ته ورساؤ او پوهیږي چې د اقتصادي پرمختگ لپاره کار وکړي او په دې پرمختگ یقین پیدا کړ او همدا رنگه په اصطلاح د دموکراسۍ د ټینگښت او د موسساتو او نوی سیتم په رامنځ ته کولو کې هلې ځلې وکړې."

د پاکستان د نوي حکومت لپاره تر ټولو مهمه خبره د تروریزم سره جگړه ده خصوصاً په قبایلي سیمو کې چیرته چې ددوی فعالیتونه زیات شوي دي. ځنې څیړونکي وايي چې د ترورستانو په ضد مبارزې د امریکا د غوښتنې په اساس چې دغه مبارزه تشدیده شي نه وي.

نواز وايي دا به د نوي حکومت په گټه وي چې د تروریزم په مقابل کې وجنگیږي. دوی به دا خبره احساس کړي چې په داسې حال کې چې په قبایلي سیمو او د صوبه سرحد په ښاري علاقو کې غیر مجازې ډلې حکومت وکړي، نو دوی ته به هم حکومت کول گران وبریښي.

که چیرې وخت په وخت ددغه حکومت لپاره ترورستان یو چلنج وي نو حکومت به وغواړي دا مسئله حل کړي. که څه هم د پاکستان مخالفو گوندونو تل د تروریزم په ضد د جگړې په اړه اتفاق لرل، خو دواړو غښتلیو گوندونو د قضايي سیستم د اعادې لپاره یو شان نظر نه لري. پرویز مشرف ددغې قوې ځنې قاضیان وشړل.

په داسې حال کې چې نواز شریف د شړل شوو قاضیانو بیا راتگ غواړي د پاکستان د خلکو گوند دا کار ته لیوال نه دی. نواز وايي وروستي اقدام د پوځ لخوا کیدای شي.

نواز وايي: "که چیرې د پوځ د منلو خبره وي، نو زه فکر کوم چې پوځ به دا وسنجوي چې که چیرې د قاضیانو بېرته راتگ د حالاتو د ثبات لپاره گټه وکړي نو پوځ به یې ومني. او که چیرې پوځ په دې اندیښنه کې ولویږي چې قاضیان به ددوی گټوته تاوان ورسوي نو دوی به د قاضیانو په وړاندې ودریږي. دا کار مخکې په پاکستان کې شوی او دا په دې هیواد کې نن هم یو واقعیت دی."

د ډیرو تحلیل کونکو په خبره که چیرې تاوتریخوالی رامنځ ته نه شي اوپه واټونو کې د عسکرو او پولیسانو شته والی خلک ونه ډاروي نوپه انتخاباتو کې د خلکو گډون به زیات وي.

XS
SM
MD
LG