د لاس رسي وړ اتصالات

انتخابات: سروې گانې دا ښیې چی د پاکستان پیپلز گوند به بریالی شي


نن د دوشنبې په ورځ په پاکستان کې پارلماني انتخابات وشول. که څه هم زیاتیدونکې تشدد او د پرویز مشرف د اته کلنې پوځي واکمنی ناڅرگندې ائ ندې، په دې انتخاباتو خپل سیوری غوړولی دی، خو بیا هم د دموکراسي په لور د پرمختگ یو گام بلل کیږي.

په داسي حال کې چې په ټول هیواد کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوی وو، د رایو مرکزونه د سهار په اته بجې پرانیستل شول او د ماښام په وتړل شول.

پاکستان د رای ورکولو ٨١ میلونه مستحق خلک لري او په یوه ورځ یې د مرکز په شمول د څلورو ایالتي اسامبليو لپاره هم رایې واچولې.

د ورځ په پیل کې د اسلام آباد او لاهور په څیر د لویو ښارونو په شمول، د رایو په مرکزونو کې تر اټکل لیږ خلک ولیدل شول.

نن ماښام ناوخته به لومړني نتیجې اعلان شی، خو رسمی او وروستی پایلې به د چهارشنبې په ورځ بشپړې شي.

د امریکایي موسسو لخوا تر سره شوي دوه سروې گانې دا ښیې که چیرې شفاف انتخابات وشول، د پاکستان پیپلز گوند به بریالی شي، د نواز شریف گوند به دویم شي او د پرویز مشرف ملاتړي گوندونه به دریم مقام یوسي.

حکومت د اپوزیسیون دا تورونه رد کړې دي چې په انتخاباتو کې به درغلی وشي او حکومت غواړي مشرف پلوه واکمن گوند یو ځل بیا واک ته ورسوي.

بلخوا له امنیتيِی پلوه هم تیره اونی خونړی وه او د هیواد په بیلا بیلو برخو کې لسگونه پیښې شوي دي.

په یوه وروستی پیښه کې پرون په لاهور کې د نواز شریف په ملاتړو ډزې وشوې، دوه تنه ووژل شول او دولس ټپیان شول.

په مړو کې د نوازشریف د گوند له لوري د پنجاب ایالتي اساملی ته کاندید اصف اشرف هم شامل دی.

په عین وخت کې د امریکا په سنا کې د بهرنیو چارو د کمیټې رئیس سناتور جو بائیډن وایي په انتخاباتو کې هر ډول جعلکاري به پاکستان بې ثباته کړې. هغه وویل دا به یوه لویه ستونزه وي که چیري د پاکستان اکثریت ولس د درغلو تور ولگاوو.

سناتور بایډن زیاته کړه ”که د پاکستان انتخابات ازاده او شفاف نه وو، زه به د بهرنیو اړیکو د کمیټې د رئیس پو توگه، ددې هیواد سره نظامي مرستو بندولو هڅه وکړم."

سناتوران، جو بایډن، چک هیگل او جان کیري به پاکستان نه وروسته افغانستان او هندوستان ته هم سفرونه وکړې.

XS
SM
MD
LG