د امرېکا حکومت وايي چې په پاکستان کى د دوشنبى د ورځې په انتخاباتو باندى خوشاله دى.
حکومت وايي چې په دغوراېو سره پاکستان چې د ترهگرى ضد جگړه کې له دوى سره انډېوال دى د بشپړې دېموکراسى دعملى کولو په لورېو قدم نورهم ورنېژدى شو.
د امرېکا د بهرنېو چارو د وزارت مرستېال ټام کېسى نن د سه شنبى په ورځ ووېل چې د بش حکومت هېله من دى چې ټول گوندونه به په گډه کار وکړى چې د افراطېت مخه ونېسى.
ټام کېسى په انتخاباتو کې دخېل گوندونه دېته وهڅول چې د انتخاباتو نتاېج ومنى. په دغو انتخاباتو کې د پروېز مشرف سېاسى انډېوالانو ماتى خوړلى ده.
په گاونډې هېواد افغانستان کې د پاکستان د انتخاباتوهرکلى شوېدى او وېل شوېدى چې دا انتخابات د خلکو اراده څرگندوى.
د جمهور رئېس حآمد کرزى نطاق وايي چې دوى د پاکستان له نوى حکومت سره د ترهگرى خلاف جگړه کې گډې همکارى ته سترگى په لار دى.