د لاس رسي وړ اتصالات

اېران په رد شوو کاندېدانو کې ٢٥١ کسان د انتخاباتو لپاره منظور کړل


د اېران سر کارى خبرى اژانس وايي چارواکېو دراتلونکې مېاشتى پارلېمانىانتخاباتو لپاره ٢٥١ نور کسان هم ددى وړ گڼلى دى چې په انتخاباتو کې برخه واخلى.

په تېره اونى کې له دغو کسانو سره دانتخاباتو لپاره د مستحق گڼل شوو کسانو شمېر اتو سوو کسانو ته رسېږى.

داېران رسمى خبرى اژانس اېرنا وايي په دغوکسانو کې اصلاح غوښتونکى هم شامل دى. داېران دکورنېو چارو وزارت له ٢٢ سوو کسانو نه زېات کاندېدان، دمارچ دمېاشتى په ١۴ مه نېټه په پارلېمانى انتخاباتو کې له گډونو کولو نه منع کړى وو.

په دې جمله کې زېاتره کسان اصلاح غوښتونکى ول. داېران پارلېمان ٢٩٠ چوکى لرى.

تېره اونى د اېران ېوې عالى شورى چې د شوراېې نگهبان په نامه ېادېږى، ووېل چې د رد شوو کاندېدانو له جملى نه ېې ٦٠٠ کاندېدان بېرته په انتخاباتو کې دگډون کولو لپاره منظور کړېدى.

د اېران چارواکى هغه کاندېدان چې دوى فکر کوى داېران اسلامى رژېم ته په کافى اندازه وفادارى نلرى په انتخاباتو کې د گډون نه اېسارولى شى.

داېران اصلاح غوښتونکېو او محافظه کارانو داېران پر حکومت باندى په دې خاطر چې زېات شمېر کاندېدان ېې رد کړېدى سخت اعتراض کړېدى.

XS
SM
MD
LG