د لاس رسي وړ اتصالات

د متحده ایالاتو انتخابات: کلنتن هڅه کوي چې په ویسکانسن ایالت کې بریالۍ شي


جمهوري ریاست ته دیموکرات کاندیده هلري کلنتن متوسطو کورنیو ته د خپل اقتصادي پروگرام په طرحې سره هڅه کوي چې په ویسکانسن ایالت کې د نن ورځې په مقدماتي انتخاباتو کې بریالۍ شي.

میرمن کلنتن چې څو اونۍ دمخه د دیموکرات گوند لمړپه گوندی ټاکنو کې مخکښه وه، د خپل سیال کاندید بارک اوباما په مقابل کې له څو پرله پسې ماتو وروسته اوس په دوهم مقام کې ځای لري.

او هڅه کوي چې د اوهایو او تکساس له ټاکنو مخکې د خپل سیال مخه ونیسي.

له بلې خوا ویل کېږي چې بارک اوباما د خپل پخواني سیال جان ادواردز د پلوۍ د راجلبولو په نیت د نوموړي سره لیدلي دي.

XS
SM
MD
LG