د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کی یوه بله چاودنه


افغان چارواکي وایې نن سه شنبې د کندهار ولایت کې یو ځل بیا یوه موټر بمي چاودنه شوی او یو تن ځکی وژل شوی او لږترلږه یو تن ټپي شوی دی.

د دوشنبې په ورځ هم د کاناډایانو په پوځي کاروان یو ځان وژونکي موټر بمي چاودنه کې، اوه دیرش ملکيان وژل شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وایې د تیری ورځی پیښه د کندهار ولایت په سپین بودلک ولسوالۍ کې چې د پاکستان سرحد ته پرته ده شوی او تر دیرشو ډیر یې کسان پکې ټپیان شوي هم دي.

د کندهار والي اسدالله خالد وایې چې دری کاناډایی عسکر هم ټپیان شوي دي.

سره لدی چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغه گډه پوله په پاکستان کې د انتخاباتو لپاره تړل شوی وه بیا هم ډیر زخمیان د سرحد څخه اخوا د چمن روغتون ته ورسول شوو.

په تیرو دری ورځو کې په کندهار کې د مختلفو بمي بریدونو له امله تراوسه یو سلو څلویښت کسان وژل شوي.

XS
SM
MD
LG