د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حکومت د کوسووو آزادي په رسمیت پیژندلی ده


د افغانستان حکومت د کوسووو ازادي په رسمیت پیژندلی او جمهور رئیس حامد کرزي د کوزوو مسلمان اولس ته مبارکي ورکړي.

امریکا هم د ډیرو اروپایې هیوادونو په څیر د کوزوو د ازادۍ او خپلواک هیواد منځ ته راتلل په رسميت پیژندلی دی.

جمهور رئیس بوش چې د تانزانیا څخه په لیدنه بوخت دی نن سه شنبې یې وویل چې تاریخ به دا ثابته کړي چې دا سم حرکت واوبالکان ته به سوله راوړي.

تردی مخکی ښاغلي بوش د کوزو خلکو ته د هغوی د ازادۍ مبارکي ورکړی وه او ویلي یې وو چې امریکا به ددغه نوي هیواد سره خپلې دیپلوماتیکي اړیکي برقراری کړي.

د صربیا حکومت د خپل هیواد څخه ددغه ولایت مستقل توب په کلکه غندلی دی.

XS
SM
MD
LG