د لاس رسي وړ اتصالات

په تېرو درېو ورځو کې په کندهار کې ١۴٠ کسان وژل شوېدي


د افغانستان چارواکى وايي په کندهار کې دپولېسو ېو موټر ته نېژدى ېو موټر بم چاودېدلى دى او ېو تن ېې وژلى دى او ېو تن پکى زخمى شوېدى.

دا درېمه ورځ ده چې په کندهار کې چې د طالبانو مورچل گڼل کېږى بمونه چول کېږى. چارواکى وايي داسى ښکارى چې دا بم د لېرى نه کنترولېدونکې وسېلى په واسطه چول شوېدى.

تر اوسه پورې هېچا هم ددغې چاودنى مسوولېت په غاړه ندى اخېستى.

رپوټ وايي د نن ورځې د بم چونى له ځانى تلفاتو سره، په تېرو درى ورځو کې په کندهار کې په بمونو باندى د مقتولېنو شمېر ١۴٠کسانو ته رسېږى.

په دې لړکې ٣٧ کسان په هغه ځان مرگي برېد کې چې هدف ېې د کاناډاېې عسکرو کاروان و، ددوشنبى په ورځ ووژل شول.

پردى سر بېره د تېرې ېکشنبى په ورځ تقرېبا سل کسان په هغه بم چونه کې ووژل شول چې زېات شمېر خلک پکې د سپېو د جنگ نندارې ته راټول شوى وو.

کندهار د کوکنارو د کرلو ېوه مهمه سېمه هم ده.

په تېرو دوو کلونو کې په دغه ولاېت کې د ېاغېانو، ناټو، افغان قواو او امرېکاېې عسکرو ترمنځ سختى نښتى شوېدى.

په بروکسېل کې ددوشنبى په ورځ دناټو ېو قوماندان امرېکا ېې جنرال جان کراډاک خبرېالانو ته ووېل دى توقع لرى چې په افغانستان کې د ېاغېانو برېدونه په راتلونکېو څو مېاشتو کې زېات شى.

هغه ووېل چې په عنعنوى ډول په عسکرو باندى حملى به کمى شى خو په ځان وژونکېو برېدونو او د سړک دغاړى په چاودونو کې به زېاتوالى راشى.

ڼاټو په افغانستان کې ۴٣ زره عسکر لرى، خو سره له دې ېې هم تقرېبا دوه زره عسکر کم دى چې په هغو سېمو کې چې ېاغېان پکى زېات فعال دى، عملېات وکړى.

پردې سر بېره دوى نورو منابعو ته لکه استخبارات او د څارنى عملېاتو ته ضرورت لرى.

XS
SM
MD
LG