د لاس رسي وړ اتصالات

د اېران پارلېمانى انتخابات


د اېران سرکارى خبرى اژانس وايي چارواکېو د راتلونکې مېاشتى پارلېمانى انتخاباتو لپاره ٢٥١ نور کسان هم ددى وړ گڼلى دى چې په انتخاباتو کې برخه واخلى.

په تېره اونى کې له دغو کسانو سره د انتخاباتو لپاره د مستحق گڼل شوو کسانو شمېر اتو سوو کسانو ته رسېږى.

د اېران رسمى خبرى اژانس اېرنا وايي په دغو کسانو کې اصلاح غوښتونکى هم شامل دى.

د اېران دکورنېو چارو وزارت له ٢٢ سوو کسانو نه زېات کاندېدان، د مارچ دمېاشتى په ١۴ مه نېټه په پارلېمانى انتخاباتو کې له گډونو کولو نه منع کړى وو.

په دې جمله کې زېاتره کسان اصلاح غوښتونکى ول. د اېران پارلېمان ٢٩٠ چوکى لرى. تېره اونى داېران ېوې عالى شورى چې د شوراېې نگهبان په نامه ېادېږى، ووېل چې د رد شوو کاندېدانو له جملى نه ېې ٦٠٠ کاندېدان بېرته په انتخاباتو کې دگډون کولو لپاره منظور کړېدى.

د اېران چارواکى هغه کاندېدان چې دوى فکر کوى داېران اسلامى رژېم ته په کافى اندازه وفادارى نلرى په انتخاباتو کې د گډون نه اېسارولى شى.

د اېران اصلاح غوښتونکېو او محافظه کارانو داېران پر حکومت باندى په دې خاطر چې زېات شمېر کاندېدان ېې رد کړېدى سخت اعتراض کړېدى.

XS
SM
MD
LG