د لاس رسي وړ اتصالات

د مشرف سېاسى انډېوالانو په انتخاباتو کې خپله ماتى ومنله


د پاکستان د جمهور رئېس پروېز مشرف سېاسى انډېوالانو په دې اعتراف کړېدى چې ددوشنبى ورځ په پارلېمانى انتخاباتو کې ېې ماتى خوړلى ده.

د پاکستان د مسلم لېگ قاېد اعظم گوند مشر چوهدرى شجاعت حسېن نن خبرېالانو ته ووېل چې دده د گوند غړى د انتخاباتو نتاېج منى او دېته چمتو دى چې په پارلېمان کې دمخالف گوند نقش ولرى.

هغه ووېل چې دانتخاباتو نتاېج د خلکو د ارادې او فېصلى نتېجه ده. دانتخاباتو وختى نتاېج دا څرگندوى چې د پاکستان پېپلز گوند د پاکستان په دملى پارلمېان په ٣۴٢ چوکېو کې زېاتى چوکى ترلاسه کړېدى.

ورپسى د د نواز شرېف د مسلم لېگ له گوند په دوېمه درجه کې روان دى. دا تراوسه پورې معلومه نده چې دا دواړه گوندونه به په کافى اندازه چوکى ولرى او که نه چې په پارلېمان کې اېتلافى حکومت جوړ کړى او پروېز مشرف له قدرت نه لېرى کړى.

دمېرمن بهټو خاوند اصف زردارى چې ووېل چې د پاکستان د پېپلز گوند به کو شش وکړى چې له ښاغلى نواز شرېف سره ېو اېتلافې حکومت جوړ کاندى.

هغه ووېل دى په دې کې د لچسپى نلرى چې دمسلم لېگ قاېد اعظم ډله چې په انتخاباتو کې ېې ماتې خوړلى ده په حکؤمت کې له ځان سره شامله کړى.

نواز شرېف به د پنجشنبى په ورځ له اصف زردارى سره ملاقات وکړى. د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف وعده کړېده چې له نوي حکومت سره همکارى وکړى او ددى پروابه نه کوى چې کوم گوند ېې گټى.

هغه ووېل چې دانتخاباتو نتاېج د ملت اوازدى او دده په شمول ېې هرڅوک باېد ومنى.

رپوټ وايي چې دانتخاباتو وروستى نتاېج به نن د سه شنبى په ورځ ناوخته اعلان شى. دمخالفو سېاسى گوندونو ملاتړ کوونکي د خپلى کامېابۍ د لمانځلو په ترڅ کې سړکومنو ته راوتلى دى او د نواز شرېف او بېنظېر بهټو نومونه ېادوى.

د پاکستان د پېپلز گوند چارواکى وايي چې دانتخاباتو ابتداېې نتاېج د ډاډ وړ دى خو دوى دا نېت لرى چې د خپلى کامېابى داعلان لپاره وروستېو نتاېجو ته انتظآر وباسى.

XS
SM
MD
LG