د لاس رسي وړ اتصالات

بش د پاکستان انتخابات، د ترهگرى جگړه کې کامېابى بولي


د امرېکا جمهور رئېس وايى دى په پاکستان کې دا تازه پارلېمانى انتخابات د ترورېزم خلاف جگړه کې ېوه کامېابى بولى.

هغه زېاته کړه چې دى هېله من دى د پاکستان نوى حکومت به د امرېکا د متحده اېالاتو سره خپل اتحاد ته ادامه ورکړى.

ښاغلى بش دا خبرې په ېوه افرېقاېى هېواد گانا کې نن د خپل سفر په ترڅ کې وکړې.

هغه ووېل که هم د پروېز مشرف پلوي گوند د دوشنبى دورځى په پارلېمانى انتخاباتو کې مات شوېدى خو دى ددې خبرى قدر کوى چې ښاغلى مشرف هغه کار وکړ چې د کولو وعده ېې کړې وه او هغه وعده د اوه چې په پاکستان کې به اظطرارى حالت پاېته ورسوى او ازاد انتخابات به وکړى.

ښاغلى بش ووېل د امرېکا متحده اېالات او پاکستان له متشدد افراطېت سره په مبارزه کې مشترکې گټى لري.

د چارشنبى په ورځ د وخته د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف په ېوه خپره شوې مقاله کې ووېل چې دى د استعفى کولو پلان نلرى که څه هم ددوشنبى په ورځ مخالفو سېاسى گوندونو په انتخاباتوکى بشپړه کامېابى ترلاسه کړېده.

دغو انتخاباتو ته په دې نظر کتل کېږى چې پاکستان به د نظامى حکومت ته د ملکى حکومت په لورى بوزي.

ښاغلى مشرف دوال سترېت ژورنال خپرونى ته ووېل چې دده اداره به پر مخ ولاړه شى او په پاکستان کې به ېو باثباته او دېموکراتېک حکومت منځته راولى.

د پاکستان په پارلېمانى انتخاباتو کى مخالفو سېاسى گوندونو د پاکستان پېپلز گوند او د نواز شرېف گوند د پروېز مشرف د پاکستان له مسلم لېگ قاېد اعظم گوند نه ډېرې راېې گټلى دى.

د سه شنبى په ورځ ښاغلى نواز شرېف خپله غوښتنه ېو ځل بېا تکرار کړه چې ښاغلى مشرف دې استعفى وکړى.

هغه ووېل چې جمهور رئېس تېر کال وېلى وو چې که د خلکو ملاتړ ېې له لاسه ور کړ نو دى به استعفى وکړى.

د سه شنبى په ورځ دواړو مخالفو سېاسى گوندو نو ېعنى د نواز شرېف مسلم لېگ او د پاکستان د پېپلز گوند مشرانو وعده وکړه چې سره ېوځاى شى او ېو اېتلافى حکومت جوړ کانددى.

د پاکستان د پېپلز گوند مشر، اصف زدارى ووېل دواړه گوندونه دا پلان لرى چې د پارلېمان صلآحېتونه او ا ختېارات چې د پروېز مشرف د حکومت په وخت کې کمزورى شوېدى بېرته په خپل حال کړى.

توقع ده چې ښاغلى زردارى او نو ازشرېف د پنجشنبى په ورځ په اسلام اباد کې له ېوبل سره ملاقات وکړى.

تردى مخکى نواز شرېف ووېل چې دى به د سترىمحکمى هغه قاضېان بېرته برحاله کړى چې دتېرکال د اظطرارى حالت داعلان په وخت کې برطرف شوى ول.

هغه قاضېان به دا فېصله وکړى چې اېا ښاغلى مشرف په دې برخه کې له کوم قانون نه سر غړونه کړېده اوکه نه چې خپل ځان ېې بېا کاندېد کړ.

د امرېکا ېو سناتور جو باېډن چې په سنا کې دخارجى روابطو د کومېټى مشر دى په پاکستان کې دى او انتخابات څارى دا پېشنهاد ېې کړى دى چې پاکستان ته غېر نظامى مرستى درى چنده شى او ېو اعشارېه پنځه ملېاردو ډالروته دى ورسېږى.

هغه ووېل دى په دې عقېده دى چې دغه هېواد ددېموکراسى په لورى ډېر مهم قدم اوچت کړېدى.

XS
SM
MD
LG