د لاس رسي وړ اتصالات

د کینیا د حکومت مخالف گوند: اساسی قانون باید د سره ولیکل شی


د کینیا د حکومت مخالف گوند وایی چی که حکومت په ملک کی په اساسی قانون کی د بدلونون د راوستو لپاره کار پیل نکړی، نو په سوله ایزه او غټو مظاهرو به لاس پوری کړی.

د نارنج په نامه گوند نن اعلان وکړ چی حکومت یوه اونی وخت لری چی په هغی موافقی سوچ وکړی چی اساسی قانون باید د سره ولیکل شی.

همداشان، دواړو خواوو تیره اونی دا موافقه هم کړی وه چی د ډسمبر د ٢٧ نیټی د جمهوری ریاست انتخابات به د یوی مستقلی اداری له خوا وڅیړل شی.

که څه هم جمهور ریس کیباکی د سی شنبی په ورځ وویل چی دی حاضر دی چی مخالفینو ته په حکومت کی ځای ورکړی، خو زیاته یی کړه چی هره موافقه باید د اوسنی اساسی قانون په چوکاټ کی وی.

له دی سره داسی ښکاری چی د مخالفینو هغه وړاندیز به ونه منل شی چی ویلی یی و په ملک کی دی د صدراعظمی څوکی وټاکله شی - چی په دی ترتیب سره د کیباکی گوند او مخالف گوند حکومت سره شریک کړی.

XS
SM
MD
LG