د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کی وسله والو کسانو درې تنه پولیسان وژلي دي


پاکستاني پولیس وایی چی وسله والو کسانو چی پر موټر سایکل سپاره وو په بلوچستان کی په پولیسو ډزي کړي او درې تنه یې په کی وژلي دي.

پولیسو وویل چی دا پېښه په کوټه کی شوې او وسله وال سړي تښتیدلي دي.

د پاکستان په بلوچستان کی په دې وروستیو کلونو کی د قبایلي یاغیانو له خوا شخړی او جگړې زیاتي شوي دي. دغه یاغیان د خپلي سیمی د طبیعي منابعو زیاته ونډه ځان ته غواړی.

XS
SM
MD
LG