د لاس رسي وړ اتصالات

په لومړي ځل، یوې امریکایۍ مسلمانې، افغاني تابعیت، پس له ‌ډیرې اوږدې مودې، تر لاسه کړې


په لومړي ځل، یوې امریکایۍ مسلمانې، افغاني تابعیت، پس له ‌ډیرې اوږدې مودې، ترلاسه کړې. دا امریکايۍ اوس مریم بابکرخیل نومیږي.

مریم بابکر خیل په کال ۱۹۵۴ کې د امریکې دمتحدو ایالاتو د کیلفورنیا د سانټیاګو په ښار کې زیږېدلې. د هغې پخوانی نوم ډبرلین ویدر بي دی.

مریم بابکرخیل څه موده وړاندې په ده سبز ولسوالۍ کې افغاني تابعیت واخیست.

مریم وايي چې دا په دولس کلنۍ کې په لومړي وار په ۱۹۷۱ کې افغانستان ته راغلې، خو هغه وخت یې له افغانانو سره مینه پیدا شوه؛ کله چې افغانان له جګړو کډه کولو ته اړ شول.

مریم بابکرخیلې خپل کلي ته د نورو خیریه کارونو تر څنګ یو ښوونځی هم جوړ کړی چې نیږدې شپږ نیم سوه زده کوونکي پکې زده کړه کوي.

دغه امریکایي افغانه میرمن له کابل ښار وتی سیمې، د ماهیپر تنګي په کلي کې ژوند کوي. هغه وایي چې په کلیوال چاپیریال کې ورته ژوند له خوند ‌ډک دی.

د مریم خاوند، ببرک بابکرخیل دهغې په اړه وایي چې نوموړې ورسره دیوې افغانې په څیر ژوند کړی.

مریم مسلمانه ده. هغه وايي د ژوند تر پایه به په افغانستان کې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG