د لاس رسي وړ اتصالات

نړېوال وجهى صندوق، په افغانستان کې د اقتصادى ېو رپوټ خپور کړېدى


نړېوال وجهي صندوق د چارشنبى په ورځ د افغانستان په برخه کې خپل اقتصادى رپوټ خپور کړ. په رپوټ کې مثبتې او منفې خواوې ټولى ذکر سوې وې.

د مثال په توگه وېل سوى وو چې په عمومى ډول په دغه هېواد کې اقتصادى اصلاحات په سمه لاره روان دى خو د ادارې فساد موجودېت او دا پېنو دتولېد نا څاپې زېاتوالى غټې ستونزې منځته راولى.

نړېوال وجهى صندوق وايي چې د ا پېن تولېد له ٢٠٠١ مېلادى نه راپه د ېخوا څلور زره فېصده لوړ شوېدى او دافغانستان کروند گروته د کال ېو ملېار ډالره گټه راوړى.

د ېو اټکل له مخى د نړۍ ٩٣ فېصده هېروئېن له هغو اپېنونه جوړېږى چې په افغانستان کې تولېدېږى. ېو شمېر تحلېل کوونکى وايي چې ېاغى طالبان د خپلو عاېداتو زېاته برخه د اپېن د غېر قانونى تجارت له لارې لاسته راوړى.

نړېوال وجهى صندوق دا هم وايي چې د حکومت ضد زېاتېدونکى بغاوت او بې ثباتى په گاونډى پاکستان کې او بې کنتروله ادارې فساد، دا ټول ددې سبب سوېدى چې د بهرنېانو د مستقېمى پانگى اچونى بهېر سوکه کړى.

رپوټ وايي چې په ٢٠٠٧ مېلادى کال کې اقتصادى پرمختگ شپږ فېصده سو که شوېدې او ددې مهم علت وچکالى وه.

خو سږکال ددى توقع کېږى چې دا سوکه والى به دوه چنده شى ېعنى سږ کال به اقتصادى پرمختگ په سلو کې ١٣ سوکه وى. د سېاسى چاپېرېال ډېر زېات پېچلى او له ستونزو نه ډک بلل شوېدى.

حکومت له ډېرو غوښتنو سره مخامخ دى. نوى کارونه ډېر کم دى او ددوندانه د معېار پرمختگ هم ډېر سوکه دى. نړېوال وجهى صندوق دا هم وايي چې د خارجى مرستو اندازه د افغانستان د کلنى ملى عاېد په درو کې دوه برخى تشکېلوى.

افغانستان د داسى اقتصادى حالت په بېارغونه لگېا دى چې د طالبانو د شپږ کلنى دورې په ترڅ کې له تباهى سره مخامخ سوى و.

طالبان په ٢٠٠١ مېلادى کال کې له قدرت نه وغورځول سول. له هماغه وخت راهېسى افغانستان ته د ېو اټکل له مخى څلور مېلېونه مهاجر په داسى وخت کې راستانه سوېدى چې د ناټو د سولى ساتنى قوه په دغه غرنى هېواد کې امنېت ساتى.

په نړېوال وجهى صندو ق کې دافغانستان د کومېسېون مشر محمد الهاج وايي که څه هم له پاکستان سره ستونزې موجودې دى خو تجارتى اړېکى ور سره ښې دى.

دى وايي چې په تجارت کې ېو څه گډوډى پېښه شوې وه، خو سره له دې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتى اړېکى ډېرې مظبوطى دى.

الهاج وايى چې د غنمو واردات له پاکستان نه په کافى اندازه سوکه شوېدى. په برلېن کې دېره دېوې نړېوالې ادارې رپوټ وايي چې په افغانستان کې د نړى ترنورو هېوادونو ادارې فساد ډېر زېات دى.

ځکه هلته رشوت ډېر اخېستل کېږى په همدې سبب ډېر ې بسپنه ورکوونکې ادارې خپلى مرستى د غېر حکومتى ادارو له لارې نه افغانستان ته ور لېږى.

که څه هم له دغه کار سره د مرکزى بانک له خوانه مخالفت کېږى. الهاج په دې موافقه لرى چې افغانستان د زېاتېدونکى مرستى دى دمرکزى حکومت په واسط ولگول شى.

محمد الهاج وايي: موږ دافغانستان د حکومت له چارواکېو سره مرسته کوو، په دې کې بېطرفه ېو چې زېاتى مرستى دې مرکزى حکومت ته ورکړل شى. خو سره له دې هم موږ دېته ضرورت لرو چې د حکومت دموسساتو ظرفېت او د جذب قدرت په نظر کې ولرو.

الحآج وايي چې د دولت له خوانه د دولتى کاروبار د شخصى کولو بهېر له خپل وخت نه بېرته پاتى دى. هغه د مثال په ډول د برېښنا دتولېد فابرېکى ته اشاره وکړه او په دغه فابرېکه کې ېې دادارى فساد ېادونه وکړه.

هغه ووېل چې دغې کمپنى ته دې ترهغه وخت پورې نورې مرستى ورنکړل شى ترڅو ېې چې دمحاسبى او کنترول کارونه نه وى ترسره شوى. که څه هم ستونزى ډېرى خو سره له دې هم افغانستان په اقتصادى برخه کې مثلا د پولې واحد ډېر ثبات لرى.

په صورت عموم اقتصادى فعالېتونه په تېرو پنځو کلونوکې دوه چنده شوى دى.

XS
SM
MD
LG