د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا په کال ٢٠١١ کی د افغانستان د جنوب نه خپلي قواوي باسی


د کاناډا صدراعظم سټیفن هارپر پرون د پنجشنبې په ورځ هغه پلان څرگند کړ چی غواړی تر کال ٢٠١١ پوری د افغانستان د ناآرامو جنوبي سیمو نه خپل ټول ٢٥٠٠ عسکر را وباسی . ددې پلان هدف دادی چی د ښاغلي هارپر د محافظه کاره حکومت او مخالفو لیبرالانو تر منځ په دې باب اختلافات کم او انتخابات په ښه توگه ترسره سی . ددې پلان په اساس به کاناډا د کندهار د ولایت نه خپل محاربوی عسکررا وباسی او د ٢٠١١ کال د ډیسیمبر تز میاشتي پوری به نور عسکر ځای په ځای کړی .

ددغو عسکرو نوی ماموریت به د افغان عسکرو روزل او د بیاودانولو د چارو د پاره د امنیت برابرول وی . ټاکل سوې د کاناډا پارلمان په دې پېشنهاد باندی د مارچ په میاشت کی بحث وکړی . نوی پیشنهاد افغانستان ته د ناتو د اضافي قواو په لیږلو پوری هم اړه لری چی په کندهار کی د کانډایي عسکرو ملاتړ وکړی او په همدې مسالې مشروط دی . ټاکل شوې په کندهار کی د کاناډا دا اوسنی ماموریت د ٢٠٠٩ کال د فیبروري په میاشت کی ختم سی. په افغانستان کی تر اوسه پوری د کاناډا ٧٨ عسکر او یو دیپلومات وژل سوي دي .

XS
SM
MD
LG