د لاس رسي وړ اتصالات

دامریکا ددفاع وزیر وائې، ښائې چې له عراق نه دعسکرو وتل دوام ولری


دامریکا ددفاع وزیررابرټ گیټیز وائې، دی غواړی چې په راتلونکو دلسونه تردولسو میاشتوپوری له عراق نه دامریکائې عسکرو راوتلو ته دوام ورکړی . اوسنی پلان له پنټاگان نه غواړی چې دجولای ترنیمائې پوری دامریکا دڅه دپاسه (‎١٥٥ ‏)‎ زرو عسکرو نه شل رزه امریکائې عسکر له عراق نه را اوباسی . توقع ده چې په هغه وخت کې نظامی قوماندانان دعسکرو وتل وځنډوی چې دوی وکولای شی چې په عراق کې امنیتی وضع ځان ته معلومه کړی . ښاغلئ گیټز وائې، دی هیله لری چې له ارزیابی نه وروسته به دامریکائې عسکرو وتل دوام ولری . ددفاع وزیر دغه تبصره په داسی وخت کې وکړه چې دی او دبهرنیو چارو دوزیری مرستیال ‏(‎جان نیگروپونتی ‏)‎ کنبیرا ته په لاره روان وو. ټاکل شوی چې دوی داسټرالیا دنوی حکومت سره دامنیتی چارو په باره کې دوه ورځی خبری وکړی .

صدراعظم کیون روډ دتیرکال دانتخاباتی مبارزی په وخت کې وعده کړی وه چې له عراق نه داسټرالیا ټول محرب عسکررا اوباسی . کانبیرا پدی وروستیو وختو کې تائید کړه چې دروان کال ترنیمائې پوری به خپل ټول ‏(‎٥٧٥ ‏)‎ محرب عسکر له عراق نه را اوباسی. ښاغلې گیټزنن دجمعی په ورځ خبریالانوته وویل، سره لدی چې ښاغلئ روډ غواړی چې له عراق نه خپل عسکر را اوباسی ، دی توقع لری چې دامریکا او اسټرالیا روابط به دوام ولری . ښاغلئ گیټز وائې، اسټرالیایان په عراق کې دامریکا دلوړ رتبه قوماندان جنرال ډیویډ پیټریس سره په عراق کې دخپل راتلونکی نقش په باب په تماس کې دی . ښاغلئ گیټز وائې: دوی به په عراق یو شمیر کسان ولری او ښائې چې دوی دروزنی او په بل ډول فعالیت بوخت وی . دغه خبری اوس دجنرال پیټریس او اسټرالیایانو ترمنځ روانی دی .

دجان هوورډ دصدارت په وخت کې اسټرالیا دامریکا په مشری دتروریزم په خلاف جنگ کلکه طرفداره وه . دپخوانی صدراعظم هوورډ گوند دتیرکال په پارلمانی انتخاباتو کې ماتی خوړلې وه. ښاغلې روډ ویلی دی چې سره لدی چې دامریکا دحکومت سره دپالیسی اختلاف لری خوبیاهم غواړی چې دامریکا او اسټرالیا ترمنځ عنعنوی قوی روابط هم داسی دوام ولری . دا سټرالیا مامورانو ویلی دی چې له عراق نه به عسکر په داسی طریقه را اوباسی چې هلته به دامریکا په مشری دائتلاف دعسکرو ستونزی ترډیری اندازی پوری کمی کړی .

XS
SM
MD
LG