د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف وایی دی د نوي پارلمان سره همکاري ته تیار دی


د پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف وایی چی دی دې ته تیار دی چی د ملک د مهمو مسالو په باب د نوي پارلمان سره همکاري وکړی . ښاغلي مشرف په یوه مضمون کی چی د واشنگټن پوسټ په ورځپاڼه کی خپور سوی ویلي دي چی دی هیله لری تروریزم ته ماته ورکړی ، یو باثباته حکومت منځ ته راوړی او د اقتصادي دوامداري ودي د پاره کلک بنیاد قایم کړی . ښاغلي مشرف ویلي دی چی دی د همآ هنگۍ په اساس د یوه ائتلافي حکومت د جوړیدو په هیله دی . ځینو مخالفو مشرانو د ښاغلي مشرف استعفی غوښتې ده مگر هغه ویلي دي چی استعفی نه کوی .

د پاکستان په وروستیو پارلماني انتخاباتو کی د وه غټ مخالف گوندونه ـ د پاکستان پیپلز پارټۍ او د پاکستان مسلم لیگ نواز گوند بریالي شوي او د پارلمان اکثریت چوکۍ یې گټلي دي او موافقه یې وکړه چی د ملي روغي جوړي په خاطر به یو ائتلافي حکومت جوړ کړی . که مخالف ائتلاف د کوچینیو گوندونو ملاتړ هم تر لاسه کړی نو هغه دوه ثلث اکثریت رایو ته به ځان نژدی کړی چی ضرورت ورته لری او د هغو په اساس ښاغلی مشرف مؤاخذه کړی .

XS
SM
MD
LG