افغان ماموران وائې ،نن دشنبی په ورځ دافغانستان په ختیځ کې دسرک دغاړی دبم چاودنه شوی چې لږترلږه اوه تنه پکې وژل شویدی . دغه چاودنه دکنړ په ولایت کې چې دپاکستان سره سرحدلری، شویده . دغه قربانیان دهغې امنیتی مؤسسې غړی دی چې دسرک دجوړولو دشرکت لپاره کارکوی . دوی هغه وخت ووژل شول چې ددوی موټر په بم باندی وربرابرشو.
مقامات پدی نه پوهیږی چې په دغه حمله کې چالاس لاره . مگر په تیروخت کې دی ته دورتوپیښو ملامتی په طالبانو باندی اچول شوی ده . یاغی طالبان په کابل کې دحکومت په خلاف جنگیږی . له بلی خوا دفراه په ولایت کې یوسرتیری بم اچونکی چې غوښتل ئې حمله وکړی ځان په بم الوځولی دی . ماموران وائې، ددغې حملی په وخت کې تلفات ندی اوښتی .