د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وائې، داتمی پروگرام په خلاف دملگروملتونونوراقدامات قانونی بنسټ نلری


ایران وائې، داتمی پروگرام په خلاف ئې دملگروملتونودنورواقداماتو لپاره قانونی بنسټ نشته دی. ایران داتبصره وروسته له هغې وکړه چې داتمی انرژی بین المللی اداری وویل، تهران پرمختگ کړیدی او دخپلو اتمی فعالیتونو په باره کې معلومات ورکړیدی . دایران دولتی مطبوعاتو په ملگرو ملتونو کې دایران دسفیر محمد خازی له قوله وائې،داتمی انرژی دبین المللی اداری پرون دجمعی په ورځ رپوټ خپورکړیدی چې هغه تورونه چې ځینو هیوادونو دایران په خلاف لگولی دی په بشپړتوگه ناقص او بی اساسه دی .

لیکن داتمی انرژی دبین المللی اداری په رپوټ کې داهم راغلی دی چې هغه معلومات چې ایران دخپل اتمی پروگرام په باب ورکړی دی کافی ندی چې اتمی پروگرام دسوله ایزه مقاصدو لپاره دی. دامریکا دبهرنیوچارو وزیره کانډولیزا رائس وائې، دایران داتمی پروگرام په خلاف دنوو اقتصادی بندیزونو دلگولو لپاره قوی دلائل شته دی .

XS
SM
MD
LG