د لاس رسي وړ اتصالات

د لندن سندې تلگراف ورځپاڼه: مشرف د استعفی په باب فکر کوي


د لندن سندې تلگراف په ورځپاڼه کې راغلي چی مخالف گوندونه ادعا لري چې پرویز مشرف ددی پر ځای چې په زور لرې کیدو ته په تمه شي، د استعفی په باب فکر کوي.

پرویز مشرف ته نږدی راز داره ویلی چی مشرف پدی باور دی چی اوس چې درې سره مخالفو گوندونو د هغه پر ضد د ایتلاف د جوړولو اعلان کړی دی، او ژمنه یی کړی چی د هغه هیواد قاضی القضات او شپیته نور قاضیان به بیرته پر قدرت کینوي، د هغه پر مخ ټولی لاری بندی شوی دی.

له بل پلوه، پاکستانی پولیسان وائې، افراطی مسلمانانو پیښور ته نژدی په یوه امنیتی پوسته باندی حمله کړیده چې دوه تنه ملیشه او د پولیسو یو صاحب منصب ئې وژلی دی.

ماموران وائې، په وسلو سمبال افراطیانو نن د سپیده داغ نه د مخه د توغندیو گوزارونه وکړل چې په نتیجه کې د امنیتی قواو سره سخت جنگ ونښت.

مقامات وائې، په دغه حمله کې د امنیتی چارو شپږ تنه کارکونکی هم زخمیان شویدی او زخمیان شوی افراطیان له سیمی نه وتښتیدل. دغه جگړه ‏(دره ادم خان‏)‎ ته نژدی شویده.

پوځیان وائې، په دغه جگړه کې پنځوس تنه افراطیان وژل شوی او دتیری میاشتی د جگړی په وخت کې د یارلس تنه عسکر افراطیانو تښتولی وو. ددغو عسکرو مړی وروسته بیا پیدا شول.

پدی وروستیو میاشتو کې د افغانستان سرحد سره نژدی د پاکستان په قبائلی سیموکې تاوتریخوالی زیات شویدی. گمان کیږی چې په دغه سیمه کې د القاعدی او یاغی طالبان پټ شویدی.

XS
SM
MD
LG