د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د اقتصادی بندیزونو د لگولو قصد به واخیستل شی


د ایران د بهرینو چارو وزارت خبرداری ورکړیدی چې که د نړۍ قدرتونه د ایران په خلاف د خپلو اتمی فعالیتونو له کبله اضافی اقتصادی بندیزونه ولگوی نو تهران به ئې ځواب ووائې.

نن د یکشنبی په ورځ د ایران د بهرینو چارو د وزارت نطاق محمد علی حسینی خبریالانوته وویل، دهغه څه په باره کې دتهران ځواب وی چې د اقتصادی بندیزونو په پریکړه کې راغلی وی.

هغه پدی باره کې نور تفصیل ورنکړ. د هغه له تبصرونه هغه څه څرگندیدل چې د ایران جمهور رئیس محمود احمدی نژاد پرون دشنبی په ورځ ویلی و.

ښاغلې احمدی نژاد په تلویزیونی وینا کې وویل، تهران به د هر هغه ملک په خلاف ناڅرگند اقدامات وکړی چې د ایران په خلاف نوی اقتصادی بندیزونه لگوی.

د المان او د ملگرو ملتونو د پنځو دائمی غړو ملکونو لوړ رتبه ماموران د دوشنبی په ورځ په واشنگټن کې غونډه کوی چې د اقتصادی بندیزونو په احتمالی پریکړه باندی خبری وکړی.

د ایران جمهور رئیس هغه رپوټ ته گوته ونیوله چې پدی وروستیو وختو کې د اتمی انرژی بین المللی اداری خپورکړی وچې وائې، تهران د خپل اتمی فعالیت په باره کې چې کوم معلومات ورکړیدی، په هغې کې ئې پرمختگ کړیدی.

لیکن په رپوټ کې دا هم راغلی دی چې ایران د خپل اتمی پروگرام په باره کې پوره تفصیل ندی ورکړی چې وائې دغه پروگرام ئې خاص د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی.

XS
SM
MD
LG