د لاس رسي وړ اتصالات

ترکېې کومانډوگان په سرحدی سیمه کې د یاغی کردانو پسی گرځی


ترکېې کومانډوگان نن د یکشنبی په ورځ د عراق په شمال کې په غرنی سیمه کې چې واورو پوښلی ده، گزمی کوی، په داسی حال کې چې نن دریمه ورځ ده چې دیاغی کردانو په خلاف ځمکنی عملیات روان دی.

د ترکېې جیټ جنگی الوتکی دسرحدی سیمی له پاسه الوتنی کوی. په عراق کې دکردانو د سیمه ایزه حکومت مشرانو ترکېې ته خبرداری ورکړیدی چې په عراق کې د خپلو نظامی عملیاتو په وخت کې ملکیانو ته تاوان ونه رسوی او که ملکیانو ته تاوان ورسیږی نو په خلاف ئې پراخه مقاومت پیل شی.

ترکېې د پنجشنبی د ورځی نه راپدی خوا نظامی عملیات پیل کړیدی او تر اوسه پوری د ملکی تلفاتو په باب رپوټونه ندی رسیدلی.

مگر د عراق د بهرنیو چارو وزیر هوشیازبیری وائې، د ترکېې پوځیانو پنځه پلونه تباه کړیدی.

د ترکېې نظامی مقامات وائې، د عملیاتو په وخت کې اوه تنه عسکراو ‏(‎٧٩ ‏)‎ یاغی کردان وژل شویدی. د کردستان د کارگرو گوند یا ‏(‎PKK‏)‎ وائې، د ترکېې یو هلیکپټرئې راغورځولی دی او شل عسکر ورله وژلی دی. د هیڅ یو خوا ادعا تر اوسه پوری نده تائید شوی.

XS
SM
MD
LG