د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د موټر بم په ځان مرگی برید کی څلور تنه وژل شویدی


په پاکستان کی دولتی مقامات وایی چی د پنډی په ښار کی د موټر بم په ځان مرگی برید کی د فوځ د یو عالی رتبه منصبدار په شمول څلور تنه وژل شویدی.

د پاکستان ‏حکومت وایی چی د فوځ یو ډاکټر ډگر جنرال مشتاق بیگ چی په خپل موټر کی پنډی د ښار دیو حساسی منطقی نه تیریدو.

ځان مرگی برید کونکی پری د باردو نه ډک خپل موټر ووروستو او د دی یی د خپل موټر وان، محافظ او یو بل نفر سره وواژه.

دا په دی یوه میاشت کی دویم ځل دی چی په پنډئ ښار کی د پاکستان د فوځ په موټر باندی حمله کیږی.

د فروری د میاشتی په سر کی همدغه ښار کی په موټر سایکل سور یو ځان مرگی د فوځ د سورلیو سرویس موټر سره ځان وجنگوو او شپږ تنه یی مړه او څلویښتو نه زیات یی ژوبل کړل.

په همدی پنډئ په ښار کی د تیر کال دسمبر په میاشت کی هغه ستره پیښه هم شوی وه چی په نتیجه کی یی د پاکستان پخوانئ صدراعظمه میرمن بی نظیر بوټو ووژل شوه.

XS
SM
MD
LG