د لاس رسي وړ اتصالات

په شمالي عراق کې د ترکیې د پوځ بریدونه دوام لري


په شمالي عراق کې د وسله والو کردانو پر خلاف نن د دوشنبې په ورځ هم د ترکیې د پوځ بریدونه دوام لري. تردې وړاندې ترکیې ځواکونو د خپل یوه هليکوپتر لویدل او په ډزو کې د اتو عسکرو وژل هم تائید کړل.

سنوبا د عراق سره د ترکیې سرحدي ښارگوټی دی. ددې ځای یوازي څو کلو میتره لري. د عراق په خاوره کې د ترکیې ځواکونو عملیات روان دي.

د کردي وسله والو سره په جگړه بوخت د ترکیې د ځواکونو مرکزونه هم په همدې ښارگوټي کې جوړ شوي دي.

بلخوا د ترکیې پوځ وایي یوه تخنیکي ډله د عراق په سرحد کې د لویدلي هليکوپتر تفتیش کوي چې د لویدلو عوامل یي څرگند کړې.

د یکشنبې په ورځ وسله والو کردانو د ترکیې د همدغه پوځي هلي کوپترو د ویشتلو او غورځولو خبر ورکړی وو.

د هليکوپتر په لویدلو کې د اتو عسکرو د وژل کیدو سره اوس د ترکیې د عسکرو د تلفاتو شمیر پنځلس شو. د ترکیې د پوځ د ویب پاڼې په اساس په دې عملیاتو کې تر اوسه پوري یو سل او دولس وسله وال کردان وژلي دي.

د روانې جگړې او په هغې کې د ترکي عسکرو د تلفاتو په اړه د ترکیې اولس تشویش لري. په استنبول کې یو تن وايي هغه جگړه نه خوښوي: ”په کار نه ده چې زمونږ عسکر ووژل شي. همداسي زه نه غواړم چې بل څوک هم ووژل شي. هر څوک باید د ژوند حق ولري او جگړې باید ختمې شي."

د استنبول یو بل اوسیدونکې د ترکیې وژل شوو عسکرو ته احترام وړاندي کوي او وایي: ”شهیدان د احترام وړ وی او د هغوی په اړه غغږیدل اسان کار نه دی. زمونږ باید دومره عسکرونه وژل شی مونږ ورباندی خپه شوی یو. د هیواد لپاره زه هم جنگیدلو ته تیار یم."

په همدې توگه د ترکیې مطبوعات هم د پوځي عملیاتو په ملاتړ تبلیغات پیل کړي دي. تقریبآ ټولې ورځپاڼی په عراق کی د عملیاتو ملاتړ اعلان کړی دی او پوځ یې دېته هڅولی دی چې د پي کې کې مشران ونیسي.

پي کې کې یا د کردستان د کارگر گوند څلور ویشت کاله وړاندې د ترکیې په جنوب شرق کې د ازادی جگړه پیل کړې وه.

په عراق کې د صدام حسین د حکومت د نړیدلو نه وروسته دا لومړی ځل دی چې په ښکاره ډول کې د عراق په شمال کې د کردي وسله والو په مرکزونو باندي بریدونه کیږي.

ویل کیږي چې په دې څلورویشت کلنه جگړه کې ۴٠ زره کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG