په افغانستان کې به پر دریو میلیون ماشومانو باندی د ښوونځي قرطاسیه وویشل شي. دا مرسته د یونسف وجهي صندوق له خوا په کابل کې د ابتداییه ښوونځیو زده کونکو سره چی شمیر یی دوه ملیون او شپږ سوه زرو ماشومانو ته رسیږي، وشي.
ټول ټال د یولکو لس زرو ښوونکو، د لومړی ټولگي نه تر دریم پورې دوه ملیون پنځه سوو زده کونکو او د سواد د زده کړی د کورسونو یو لک او پنځوس زرو زده کونکو ته دا مرسته وشي.
په کابل کی د یونسف مسول سکندر خان دی چی وایی په تیر کال کې د یونسف له خوا دوه ویشت ملیون دالره مرسته شویده چی سږ کال به د مرستی اندازه شپږ ویشت ملیونو ته ورسیږي.
خو هغه زیاتوی چی ددی مرستی نه یوازی یولس ملیونه ور رسول شوی دی. ټاکل شوی دا مرستی د سږ کال زده کونکو ته ور وویشل شي.