د لاس رسي وړ اتصالات

د کیوبا پارلمان، روول کاسترو د هغه هیواد نوئ جمهور رئیس اعلان کړ


د کیوبا پارلمان روول کاسترو د هغه هیواد نوئ جمهور رئیس اعلان کړ.

پدی اعلان سره د هغه د ورور د حکومت دوره چی پنځوس کاله یی دوام وکړ، پاته ورسیده، خو د کمونیزم نظام هم اغسی پخپل حال پاتی شو.

بل پلو د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس د یکشنبې په روځ وویل چې امریکا باید د راوول کاسترو نه وروسته د کیوبا د روښانې راتلونکی د پاره چمتووالی ونیسي.

دا خبرې دیموکرات سناتور جوزف بایدن په واشنگتن کې پداسې حال کې وکړې چی د کیوبا پارلمان روول کاسترو، د فدل کاسترو پر ځای چی د نولسوه پنځه پنځوسمې نه را پدی خوا ېې هلته قدرت درلود، د جمهوری ریاست پر څوکی کیناوه.

XS
SM
MD
LG