د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د یوټیوب ویبپاڼې خپرول منع کړیدی


د امریکا د انیټرنټ یوټیوب په نامه شرکت وائې، پاکستان د انیټرنټ له لاری د یوټیوب خپرول منع کړیدی چې د پاکستان پدی اقدام سره د یکشنبی په ورځ په درسته نړۍ کې په ویب سائټ کې گډوډې پیښه شوه.

پاکستان د جمعی په ورځ د اینټرنټ سیمه ایزو شرکتونو ته امر وکړ چې یوټیوب ته دی لاره بنده کړی، ځکه چې کومی ویډیوگانی له دغې لاری نه خپریږی نو داسی ښکاری چې هغه په اسلام باندی تیری دی.

د یوټیوب شرکت پرون ددوشنبی په ورځ وویل، د پاکستان د ټلیکمیونکیشن د دغه ویب سائټ خپرول بند کړل نو د یکشنبی په ورځ د دو ساعتونو لپاره ئې په در سته نړۍ کې خپریدل گډوډ شول.

د اینټرنټ ماهران وائې، د پاکستان د شبکی هدف یوازی په پاکستان کې ددغه ویب سائټ بندول و، مگر په درسته نړۍ کې دهغې هدایت ارادی نه و.

د پاکستان د تلیکمیونکیشن شرکتونه وائې، دغه امر یوازی په هغه ویډیو تطبیقیږی چې د ډنمارک د پارلمان د وکیل گرت ویلډرز فلم ښکاره کوی چې اسلام ته پکی سپکاوی شویدی.

دوی وائې، د پاکستان مقامات له دی نه ویریږی چې کیدای شی دا ویب سائټ نا ارامی را او پاروی. د پاکستان مامورانو د یکشنبی په ورځ د اینټرنټ له استعمال کونکونه وغوښتل چې د یوټیوب شرکت ته ولیکی چې نا مطلوبه مواد استعمال نکړی.

د ډنمارک په سینما کې تر دوشنبی د ورځی پوری دغه فلم ښودل کیده. د یوټیوب شرکت وائې، د یکشنبی د ورځی د پیښی په باره کې تحقیق کوی چې مخه ئې ونیسی چې بیا واقع نشی.

XS
SM
MD
LG