د لاس رسي وړ اتصالات

مدرسې - د علم او پوهنی ځای یا د ټروریزم مرکزونه؟


په دې وروستیو کلونو کی اسلامی مذهبی ښونځیو یا مدرسو ته توجه زیاته سوې ده او داسی فکر کېږی چی دا د ټروریسټانو د روزلو مرکزونه دي.

مگر ډېر ماهران وایی چی د مدرسو په باره کی د خلکو سره غلط فهمی پیدا سوې ده، که څه هم چی په جنوبی اسیا کی په ځینو دغه راز ښونځیو کی خلک افراطیت ته تشویقېږی.

د مدرسې د عربی کلمې څخه مطلب اسلامی او غیر مذهبی لومړنۍ او ثانوی ښونځی دي.

د منځنی ختیځ په څېر د نړۍ په ځینو برخو کی اسلامی زده کړي د تعلیمی نصاب د یوې برخی په توگه په ټولو ښونځیو کی تدریس کېږی. مگر د جنوبی اسیا په ځینو برخو کی لکه پاکستان او افغانستان د مدرسو څخه مطلب هغه ښونځي وي چی یوازي اسلام پکښی تدریس کېږی.

په واشنگټن کی په امریکن یونیورسیټی کی د اسلامی زده کړو استاد اکبر احمد وایی مدرسې په لومړي سر کی د علم او پوهی مرکزونه وه.

اکبر احمد وایی: "د مدرسو د مفهوم په باره کی تر ډېره ځایه پوری غلط معلومات ورکړه سوي دی.

په تاریخی لحاظ د مدرسې معنی په ساده توگه ښونځی یا پوهنځی دی. او زره کاله مخکی د اسلامی نړۍ مدرسې د هغه وخت د اکسفورډ او کېمریج پوهنتونونه وه. په مرکزی اسیا کی د بخارا او سمرقند مدرسو ته د ټولی نړۍ څخه شاگردان راتلل. نو په دغو مدرسو کی هنر، ساینس او د ستورو پېژندنی علوم تدریس کېدل."

احمد وایی عصری مدرسې بل رنگ لری او زیاتره د ټروریزم د مرکزونو په سترگه ورته کتل کېږی.

په کال ٢٠٠١ کی پر متحده ایالاتو باندی د ټروریسټی حملو سره دغو مدرسو ته توجه زیاته سوه . احمد وایی ددغو مدرسو، په تېره بیا په جنوبی اسیا کی ددغو مذهبی ښونځیو وده پر افغانستان باندی د شوروی اتحاد له یرغل سره پیل سوه.

اکبراحمد وایی: "نن ورځ چی څوک د مدرسو نوم یادوی نو مطلب یې د افراطیانو او توندرو مذهبی عناصرو مرکزونه وی، او دا د مدرسو څخه عمومی مفهوم دی، چی اخیستل کېږی."

د ١٩٧٠ او ١٩٨٠ په لسیزو کی د مدرسو څخه دوولس، د یارلس کلن هلکان فارغېدل او په مدرسو کی به یې ډېر محدود شیان زده کول. او دوی د شوروی اتحاد په مقابل کی د جهاد لپاره رزول کېدل.

د پاکستان استخباراتی ادارې، سعودی عربستان او متحده ایالاتو د دغه تحریک ملاتړ کاوه او پیسې یې ورکولې. په هغو کلونو کی مدرسې د مزهبی زده کړو او د شوروی پر ضد د جنگ مرکزونه وه.

په واشنگټن کی د سولی په انستیتوت کی یو څېړونکی قمرالهدی وایی دوی په پاکستان او اېران کی د میلیونو افغان مهاجرینو څخه شاگردان تر لاسه کول.

د مهاجرینو ددغو کمپونو او مرکزونو څخه دغو مدرسو ته شاگردان تلل او" دوی د افغانستان دپاره جنگېدلو ته تیار وه. نو موږ گورو چی په دغه برخه کی د مذهب څخه د ځان او د بېگانه د یرغل په مقابل کی د دفاع لپاره کار اخیستل کېدی، او په هغه وخت کی دغو موسسو کی یوازی دغه خبری کولې.

کله چی د شوروی د یرغل سوال حل سو بیا نو افراطیان په نړۍ کی خپل ځان او خپل دریځ ته گوري او د مذهبی مدرسو څخه د وخت د غوښتنو سره سمه گټه اخلی."

ډېر څېړونکي وایی د افغانستان توندرو طالبان ددغو مدرسو څخه فارغ سوي دي او د خلکو سره یې دا مفکوره پیدا کړې ده چی ټروریسټان په مدرسو کی روزل کېږی.

ځینی ماهران استدلال کوی چی د سعودی عربستان په څېر ځایونو کی د القاعده د ډلی پیروان د مدرسو څخه نه دي فارغ سوي بلکه هلته په پوهنتونونو کی د اسلام افراطی اړخ تدریس کېږی.

د ډیلوېر په پوهنتون کی د اسلامی مطالعاتو د څانگی امر مقتدر خان وایی یوازي څو محدودی مدرسې افراطی اسلام تدریسوی. په نړۍ کی تر ټولو زیاتی مدرسې په هند کی دی.

په هند کی تقریبا شپږ سوه زره مدرسې دی. او له هغو مدرسو څخه هیڅ وخت ټروریسټان نه فارغېږی.

او په پاکستان او بنگله دېش کی تقریبا ١٨٠ زره مدرسې دي، مگر په پاکستان کی له څلوېښتو څخه تر شپېتو پوری مدرسې دی چی له یوه بل سره تړلي دي او د جهاد د ایډیالوژی تبلیغ کوی او خلک د جنگ دپاره روزی.

مگر په جنوبی اسیا کی اکثری مدرسې زیاتره د یتیم خانو شکل لری او هلته نېستمن ماشومان یو څه زده کړه پکښی کوی.

مقتدر خان وایی مدرسې زیاتره د نېستمنو خلکو غوښتنی پوره کوی. دی وایی ځکه نو د هغوی په زړو او پخوانیو درسی کتابونو او تعلیمی نصاب کی یو تغیر راوستل د هغوی د عصری کولو داپره کافی نه وي.

دی پر دې خبری ټینگار کوی چی تر څو پوری شخړی او لانجې حل سوي نه وي دغو مدرسو ته به داسی شاگردان ورځی چی هغوی به په سیاسی لحاظ ناراضی وي.

موږ باید د مدرسو پر ځای د داسی غیر مذهبی او عصری ښونځیو شبکه برابره کړو چی ددغو ماشومانو غم وخوری او داسی ترتیب ورته ونیسو چی نېستمن کسان زده کړه پکښی وکړای سی.

موږ باید د دغو ستونزو د اصلی علتونو چاره وکړو. او کنه نو دا به اسلامیزم نه بلکه یوه بل ډول ایډیالوژي وي.

د ١٩٧٠ د لسیزی څخه مخکی په عربی نړۍ او جنوبی اسیا کی نېستمنو مسلمانانو ته د مارکسیزم تبلیغ کېدی. نو دا یوازي د اسلام او مدرسو سوال نه دی. بلکه خبره دا ده چی تر څو پوری سیاسی ستونزي حل سوي نه وي دغه مشکل به موجود وي.

په افغانستان، پاکستان او د نړۍ په نورو برخو کی اصلاحات غوښتونکي کوښښ کوی چی تعلیمی نصاب پراخ کړي او شاگردانو ته نوي مهارتونه وروښیی څو د شاگردانو دپاره اینده بهتره کړی.

په داسی حال کی چی دغه اصلاحات امیدبخښونکي ښکاری خو اکبر احمد وایی ددغو مدرسو بریالي کول حیاتی اهمیت لری.

په مدرسو کی باید چی اصلاحات راوستل سی. کله چی زه د بلوچستان د ځینو برخو کمیشنر وم ما د مدرسو په شمول راز راز ښونځی اداره کول.

دوی بودجې نه درلودلې، تکړه ښونکي یې نه درلودل او ښونکو به د خپلو شاگردانو سره په خپلو محدودو زده کړو گوزاره کوله.

نو په دې توگه په مدرسو کی بشپړ تغیر لازم دی. نوي تعلیمی نصابونه باید جوړ سی د ښونکړو د روزلو پروگرامونه باید ورته برابر سی، کمپیوټرونه ورکړل سی، چی د ماشومانو د فکر طرز ته تغیر ورکړی او اسلام ته بېخی په نوي رنگ وگوری.

احمد وایی ناکامی د زغملو نه ده، ځکه چی د افغانستان او پاکستان په شان ځایونو کی مدرسې د میلیونو هلکانو د روزلو دپاره اساسی ښونځي دي.

XS
SM
MD
LG